''کابل کې د بهرنیانو پر مېلمستون برید ۸ کسان وژلي''

د انځور حقوق EPA

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، لومړی موټربم برید شوی، بیا برید کوونکي مېلمستون نه ننوتلي، چې په برید کې پنځه پولیس، یو ولسي وګړی او دوه بهرنیان وژل شوي او نهه نور ولسي وګړي ټپیان شوي:

''لومړی موټربم چاودنه شوې، بیا درې برید کوونکي د اسپانیا سفارت ته نژدې د بهرنیانو یوه مېلمستون ته ننوتلي او مېلمستون هم د دوی دی. په برید کې د امنیه قومندانۍ پنځه پرسونل او یو برقي، چې ولسي وګړی دی، وژل شوي''.

د برید انځورونه دلته وګورئ

مجاهد وايي، برید د ګهیځ تر څلور- څلورنیمو بجو پورې دوام وکړ او د وروستي او څلورم برید کوونکي په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د اسپانیا لومړی وزیر

که څه هم وړاندې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، کابل کې یې پر سفارت طالبانو برید کړی، خو د اسپانیا د لومړي وزیر ویاند ماریانو راخوی ویلي، په دې برید کې یې سفارت هدف نه دی ګرځول شوی.

ښاغلي راخوی پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په دې برید کې هېڅ کوم اسپانوي ته زیان نه دی رسېدلی.

برید د جمعې ورځې (لیندرۍ ۲ مه) ماښام شاوخوا شپږ برجې د کابل مرکز شیرپور سیمه کې پیل شو. افغان امنیتي چارواکو وویل، په برید کې لږترلږه اوو برید کوونکو ګډون درلود.

د انځور حقوق AP
Image caption په برید کې دوه بهرنیان هم وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي د پېښې ځای کې خبریالانو ته وویل، په دې برید کې له کرولا موټر نه ګټه اخیستل شوې ده.

د انځور حقوق epa

ښاغلي سالنګي وویل: ''دلته موټربم چاودنه وشوه.له چاودنې سم لاسي وروسته موږ د سیمې برېښنا پرې کړه. د افغان پوځ د شپې ځانګړو کوماندويي ځواکونو په نژدې کورونو او ګاونډ کې د لټون علمیات پیل کړل.''

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې ددغه برید پړه منلې ده او لیکي چې ځینو ځانمرګو برید کوونکو یې شیرپور کې د بهرنیانو پر یوه اړوند مېلمستون برید کړی.

د انځور حقوق AP
Image caption برید د اسپانیا سفارت پر یوه اړوند مېلمستون شوی

تر اوسه په رسمي توګه ددغه برید د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی خپور شویو خو د کابل ایمرجنسي روغتون، چې د پېښې ځای ته نژدې دی، پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې تر اوسه دوی ته ۷ ټپیان وروړل شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونو ویلي، په برید کې لږترلږه ۷ برید کوونکي وژل شوي.

شیرپور د کابل په زړه کې له لوکسو ځایونو ګڼل کېږي، چې تر ډېره پکې لوړپوړي دولتي چارواکي اوسېږي.

دا برید داسې مهال وشو، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، هې،اد یې هل امریکا او پاکستان سره د افغان سولې د بهیر بیا پیلولو لپاره د ګډو هڅو پر سر هوکړه کړې ده.

د انځور حقوق AP

دوه ورځې وړاندې، طالبانو د سوېلي کندهار ولایت پر هوايي ډګر هم ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه ۵۰ کسان پکې ووژل شول.

پر همدې مهال، د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل له خپلې دندې د لاس پر سر کېدو استعفا وړاندې کړې، او پر ځای یې مسعود اندرابي سرپرست مشر ټاکل شوی دی.

ورته مطالب