يوناما: د کندوز جګړه کې ۲۸۹ ولسي وګړي وژل شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption يوناما وايي د بې پولې ډاګترانو پر روغتون د امريکايي ځواکونو بريد کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر يوناما وايي، په کندوز ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ جګړه کې "۲۸۹ " ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغې بنسټ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي د (۱۸ سپټمبر تر ۱۳ اکتوبر) پورې، موده کې "۵۵۹ ولسي وګړي" ټپيان شوي هم دي.

د کندوز ښار سپټمبر مياشت کې د امنيتي ځواکونو له په شاتګ وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلي و، چې د بېرته نيولو لپاره يې شاوخوا ۲۵ ورځې وخت لګېدلی و.

یوناما، چې په دغه موده کې د وژل شويو او ټپيانو شمېر ثبت کړی وايي، لومړۍ نتيجې ښيي چې په دغه ولايت کې خپلسري وژنې، انسان تښتونې او د ظلم نورې پېښې ترسره شوې دي.

يوناما په دغه خبرپاڼه کې په ښکار ډول نه دي ويلي، چې دغه کړنې د چا او کومې ډلې له خوا ترسره شوې، دوی وايي په اړه به يې بشپړ معلومات په خپل کلني راپور کې خپاره کړي.

دوی وايي د بې پولې ډاګترانو پر روغتون د امريکايي ځواکونو بريد کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان شوي دي.

وړاندې، بي پولې ډاکترانو ټولنې په دغه پېښه کې د تازه معلوماتو له مخې د وژل شوي شمېر ۴۲ تنه ښودلی و.

پر دغه روغتون د امریکا يي ځواکونو له خوا د بمبارۍ له امله د دې هېواد ولسمشر اوباما بښنه هم غوښتې وه.

يوناما وايي د ولسي وګړو له وژل کېدو باید مخنيوی وشي او د ژغورنې لپاره يې نړيوال قوانين او بشري حقونه په نظر کې ونیول شي.

کندوز ولايت د افغانستان شمال ختيځ کې پروت دی چې له اقتصادي پلوه يو له مهمو ولايتونو ګڼل کېږي.