د افغانستان شمال کې یو سیمه ییز چارواکی وژل شوی

د انځور حقوق f

د افغانستان شمالي ولايت بغلان والي عبدالستار بارز بي بي سي ته وویل، د بورکې ولسوال عبدالجبار اسلامي د اورپکو په یوه برید کې وژل شوی دی.

والي وايي، پر اسلامي د پلخمرمي او بورکې ولسوالیو ترمنځ لار کې برید شوی دی.

د بغلان والي وايي، یاد امنیه قومندان ناروغ و او د پلخمري ښار روغتون ته روان وو.

دی وايي "نن غرمه شاوخوا لس بجې د بورکې پر ولسوال عبدالجبار اسلامي قلازی سيمه کې بريد شوی، چې غوښتل يې د درملنې په موخه پلخمري ښار ته راشي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او جزييات به وروسته خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړو. "

ښاغلی بارز زیاتوي، د بورکې ولسوال د ملګرو او ساتونکو برخلیک لا ناڅرګند دی.

د بغلان والي زیاتوي د دغې وژنې په اړه څېړنه پیل شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د بورکې ولسوال وژنه د دوی د ملګرو کار دی، چې په وینا یې په یوه غلچکي برید کې وژل شوی.

دی زياتوي ''نن له غرمې مخکې د بغلان ولایت د بورکې ولسوال عبدالجبار ، د شهاب الدین اړوند بابا نظر سیمه کې په یوه برید کې ووژل شو.''

طالبان د بغلان په ځینو برخو کې نفوذ لري چې وخت ناوخت هلته بریدونه کوي.

ورته مطالب