"له قلمي سيستم کمپيوټري ته بدلولو يو ميليارد افغانۍ سپمولې دي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چارواکو په وینا اوس به دغه ریاست کې هېڅ راز قلمي چارې نه ترسره کېږي او ټول سیستم کمپیوټري شوی

د افغانستان د تقاعد خزانې لوی ریاست وايي له زاړه قلمي سیستمه نوي ته په بدلولو سره یې یوازې په روان کال شاوخوا یو میلیارد افغانۍ خزانې ته سپمولې دي.

د چارواکو په وینا اوس په دغه ریاست کې هېڅ راز قلمي چارې نه ترسره کېږي او ټول سیستم کمپیوټري شوی دی. چې په دې سره یې تر ډېره بریده د فساد مخه هم نیولې ده.

خو لا هم یو شمېر متقاعدین د دغې ادارې د کارکوونکو له ناغېړۍ او کارونو ورو ترسره کېدو سر ټکوي.

زموږ همکار خوشال تایب دغې ادارې ته ورغلی او وايي دلته ډېری راغلي کسان سپین ږیري او سپین سرې دي، چې کلونه، کلونه یې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي.

د چارو بدلېدو ډېری دغه کسان هم حیران کړي او نه پوهېږي چې خپلې چارې له کومه پیل کړي. هر چېرې چې د متقاعدینو ګڼه ګوڼه وي هلته ورټولېږي او د خپلو چارو ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د تقاعد لوی ریاست مشر سید وحیدالله ازهر وايي، له شاوخوا درې کلونو یې هڅې پیل کړې، چې زوړ سیستم په کمپیوټري بدل کړي، چې په دې سره یې د دولت خزانې ته یوازې په روان کال کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ سپمولي دي.

د ښاغلي ازهر په وینا په سر کې یو شمېر کمېشنکارانو او ان په خپله د ادارې کارکوونکو د نوي بهیر له پیل سره مخالفت کاوه، ځکه د ده په وینا په زاړه سیستم کې د هغوی ګټې نغښتې وې.

دی وايي اوس په دغې ادارې کې یو کمیشن کار هم نشته.

یو شمېر تقاعد شوې کسان د بانک له لارې د خپلو پیسو ترلاسه کولو ته خوښ دي خو یو شمېر نور بیا د کارکوونکو له ناغېړۍ او نه کار کولو شکایت کوي.

خو د تقاعد ادارې مشر وايي خلک باید تر یوې مودې له زغمه کار واخلي، ځکه د دوی چارې په ګړندۍ توګه روانې دي او دغه ستونزې به ډېره موده دوام ونه کړي.

د تقاعد له ریاست سره شاوخوا ۱۴۰ زره کسان ثبت دي، چې کولای شي خپل کلني معاشونه د تقاعد له خزانې واخلي، خو د دغې ادارې د چارواکو په وینا د تقاعد شویو ریښتینې شمېرې د ۸۵ او سلو زرو کسانو ترمنځ دي.

وړاندې تر دې یو ګڼ شمېر هغو کورنیو چې نور د تقاعد حقدار نه ګڼل کېدل او دغه راز د هغو کسانو چې دوه یا درې د تقاعد معاش اخیستلو کتابچې یې درلودې له تقاعد خزانې پیسې ترلاسه کولې چې د چارواکو په وینا اوس یې تر ډېره مخه نیول شوې ده.

ورته مطالب