'برېښنا شرکت' د پوروړو دولتي ادارو نومونه په ډاګه کړل

Image caption "برېښنا" شرکت په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د یوه سوداګریز شرکت په بڼه جوړ شو، چې لوی شریکان یې دولتي ادارې او د مالیې وزارت دي.

په کابل کې برېښنا شرکت د هغو وزارتونو او دولتي ادارو نومونه په ډاګه کړل چې نژدې درې میلیارده ډالره له دغه شرکته پورړوي دي.

د سترې محکمې په ګډون پنځه ویشت وزارتونه او دولتي ادرې د برېښنا شرکت د پوروړو په نوملړ کې دي چې څو کلونه یې پیسې نه دي ورکړې.

برېښنا شرکت وایي که دغه ادرې خپلې پیسې ورنه کړي د دغې ادارې له جدي ګواښ سره به مخامخ شي.

برېښنا شرکت د ۲۵ دولتي ادارو نوملړ خپور کړ چې له دغې ادارې دوه میلیارده اوه سوه شل میلیونه افغانۍ پوروړي دي. په دغه نوملړ کې د قانون ستره پلې کونکې اداره ستره محکمه هم شامله ده.

په دغو ادارو کې اته وزراتونه او نورې دولتي ادارې هره یوه له سل میلیونو افغانیو ډېرې پوروړې دي.

هغه ادارې چې له لس میلیونو کمو افغانیو پوروړې دي په دغه نوملړ کې یې نوم په ډاګه نه شو.

د برېښنا شرکت ویاند وحید توحیدي په یوه خبري غونډه کې وویل، دغو ادارو له ۱۳۸۹ تر دې دمه د خپلې برېښنا حسابونه نه دي ورکړي.

نوموړی وایي یو شمیر ادارې د برېښنا د لګښت لپاره ان بودیجه هم نه لري. د برېښنا شرکت ویاند ګواښ کوي که یادې ادارې ژر ترژره خپل حسابونه ورنه کړي، برېښنا به یې پرې شي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند وایي د ټولو دولتي ادارو د برېښنا لګښت له عادي بویجې ورکول کیږي چې هر کال د مالیې وزارت له خوا سپارل کېږي.

د مالیې ویاند اجمل عبدالرحیمزی وایي د برېښنا شرکت د پیسو د راټولو لپاره دغه وزارت یو کمیسیون جوړ کړی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کابل کې نژدې پنځه میلیونه وګړي اوسېږي، چې په ژمي کې نژدې پنځه سوه مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د برېښنا شرکت له ازبکستان نه په درې سوه مېګاواټه وارداتي برېښنا د ښاریانو ستونزې حلولې.

د دغه شرکت چارواکی وایي که دغه دولتي ادارې پیسې ورنه کړي، د برېښنا تولید له خنډ سره مخامخ کوي. وړاندې تر دې برېښنا شرکت ویلي وو چې زورواکي او قومندانان له دغه شرکته میلیونونه افغانۍ پوروړي دي.

"برېښنا" شرکت په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د یوه سوداګریز شرکت په بڼه جوړ شو، چې لوی شریکان یې دولتي ادارې او د مالیې وزارت دي.

ورته مطالب