'' اسلامي دولت'' ډله ننګرهار کې سیمه ییز مرکز جوړوي''

د انځور حقوق AP
Image caption جنرال کمپبل وايي، په افغانستان کې د دغې ډلې وسله وال تر اوسه پر امریکا یا اروپا د برید کولو وړتیا نه لري، خو وايي هوډ لري، چې داسې وکړي

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل وايي د ''اسلامي دولت'' یا داعش نومې ډلې ملاتړي په ننګرهار کې د یوه سیمه ییز مرکز د جوړولو په هڅو لګیا دي.

له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې جنرال کمپبل وویل چې له عراق او سوریې څخه بهرني جنګیالي هم داعش ته له وفادارو افغانانو سره د هېواد په ختیځ کې ملګري شوي دي.

جنرال جان کمپبل وايي داسې شواهد تر لاسه شوي دي، چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ''اسلامي دولت'' نومي ډلې خواخوږي یا پلویان په سوریې او عراق کې د دغې ډلې له مشرانو سره د اړیکو ټینګولو هڅې کوي.

د نوموړي په وینا په افغانستان کې د دغې ډلې وسله وال اصلاً پخواني افغان او پاکستاني طالبان دي.

افغان چارواکو هم منلې، چې ''اسلامي دولت'' نومي ډله د ننګرهار په یو شمېر سرحدي سیمو او دغه راز د زابل او غزني په ګډون په ځینو سویلي ولایتونو کې فعاله ده.

جنرال کمپبل وايي پخوا دا جوته نه وه، چې په افغانستان کې د ''اسلامي دولت'' نومي ډلې جنګیالي په سوریې او عراق کې هم له چا سره اړیکي لري او که نه.

د انځور حقوق
Image caption د جنرال کمپبل په وینا په افغانستان کې د دغې ډلې وسله وال اصلاً پخواني افغان او پاکستاني طالبان دي.

خو وايي اوس په ډاډ سره ویلای شو، چې یو شمېر وسله وال له منځني ختیځه افغانستان ته راغلي دي.

د هغه په وینا د دغې ډلې د وسله والو شمېر معلوم نه دی، خو وايي دا معلومه ده، چې افغانستان کې د دغې ډلې اړوند کسان غواړي په سوریې او عراق کې هم ملاتړ ومومي.

جنرال کمپبل زیاتوي په افغانستان کې د دغې ډلې وسله وال تر اوسه پر امریکا یا اروپا د برید کولو وړتیا نه لري، خو وايي هوډ لري، چې داسې وکړي او په وینا یې دغه خبره دوی په ښکاره توګه کړې.

جنرال کمپبل ګواښ کوي، چې اسلامي دولت نومي ډله غواړي په سیمه کې د خراسان په نوم یو داسې لوی ولایت رامنځته کړي، چې د دوی د خلافت برخه وي.

د هغه په خبره دغه ډله غواړي د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په خپل سیمه ییز مرکز بدل کړي او له همدې ځایه بیا تر کونړ پورې وغځیږي.

امریکايی جنرال د وسله والو طالبانو او ''اسلامي دولت'' نومي ډلې تر منځ په ورستیو نښتو هم غږېدلی او وايي دوی د اچین، نازیانو، بټي کوټ او سپین غر په ولسوالیو کې د یو بل پر ضد جګړه کوي. د ده په وینا که د دواړو ډلو مخالف جنګیالي یو بل سره ووژني، نو بده خبره نه ده.

جنرال کمپبل د ملا عمر تر مرګ وروسته د طالبانو په خپل منځي نښتو او اختلافونو هم غږېږي او ګواښ کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې جګړه لا سختېدلای شي.

د ده په وینا، د طالبانو ستراتیژیک هدف د کندهار ښار نیول دي.

د کندوز په اړه نوموړي وایي، طالبانو هېڅکله هم نه غوښتل چې کندوز ښار تر ډېره په ولکه کې وساتي، خو د کندوز نیول یې د مورال لپاره ډېر ګټور دي. دی ډاډ ورکوي چې د جلال اباد ښار نیول به ورته اسانه کار نه وي.