ولسمشر غني د همکاریو جلبولو لپاره آذربایجان ته ولاړ

د انځور حقوق arg
Image caption له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ځینې وزیران او نور سلاکاران او چارواکي هم ملګري دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه جګپوړي افغان پلاوي په مشرۍ آذربایجان ته تللی.

په پام کې ده، چې ولسمشر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملي رادیو تلوېزیون او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو اړوند هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ښاغلی غني به په دې سفر کې د آذربایجان له ولسمشر الهام عليوف، لومړي وزیر د پارلمان له مشر او ځینو نورو آذري چارواکو سره وګوري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند ظفر هاشمي وايي، ددې سفر موخه په افغانستان کې د سیمه ییزې همکارۍ چټکول او دغه هېواد ته د پانګونو راجلبول دي.

په پام کې ده، چې ولسمشر غني د سفر په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملي رادیو تلوېزیون، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو اړوندې هوکړې لاسلیک کړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ځینې وزیران او نور سلاکاران او چارواکي هم ملګري دي.