د کابل پر دیپلوماتیکه سیمه درې توغندي لګېدلي

د انځور حقوق

د دوشنبې په ماښام (دسمبر ۲۱مه/لینندۍ ۳۰مه) د کابل ښار پر دیپلوماتیکې سیمې درې توغندي لګېدلي دي. همداراز ویل شوي چې افغانه امریکایۍ مېرمن د یوه ملا له خوا کابل ښار کې وژل شوې ده.

کورنیو رسنیو ویلي، یو توغندی د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې لګېدلی، بل د کانونو وزارت ته څېرمه او درېیم یې زنبق څلور لارې ته نژدې لګېدلی دی.

ددغو توغندیو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي، او روښانه نه ده چې دغه توغندي له کوم ځایه او چا توغولي دي.

پر همدې مهال، د دوشنبې پر ماښام بګرام هوايي اډې ته څېرمه پر موټر سایکل یوه سپاره ځانمرګي برید کوونکي لږترلږه شپږ امریکايي سرتېري ووژل، درې امریکايي او درې افغان پوځيان یې ټپیان کړل.

هم مهاله، د سوېلي هلمند ولایت په ګڼو ولسوالیو، په تېره بیا سنګین کې درنه جګړه روانه ده، چې طالبان د دې ولسوالۍ د بشپړې نیونې ادعا کوي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت په شمال کې سنګین ولسوالي طالبانو نیولې ده؛ خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، طالبانو یوازې څو پوستې نیولې دي.

ښاغلي وزیري خبریالانو ته وویل، هلمند ته نور ځواکونه استول شوي ي.

کابل کې افغانه امریکایۍ مېرمن وژل شوې

پر همدې مهال، یوه افغانه امریکایۍ مېرمن د تېرې یکشنبې په ورځ (دسمبر ۲مه/لیندۍ ۲۹مه) کابل کې د یوه ملا له خوا وژل شوې ده.

لیزا اکبري چې د افغانستان او امریکا دوه ګوني تابعیتونه لري، د یکشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د کابل نور محمد شاه مېنې په یوه ورزشي کلپ کې د یوه ملا له خوا، چې همالته اوسېده، وژل شوې ده.

د کابل امنیه قومنداني وايي، تورن ملا د پولیسو په توقیف کې دی.

آغلې اکبري وړاندې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د سلاکارې په توګه کار کاوه او بیا د ښځینه حقونو په برخه کې له یوې نادولتي ادارې سره ماموره وه.