سنگين کې کلابندو افغان ځواکونو ته د هوا له لارې مرستې غورځول شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان پوځي الوتکو د هلمند ولايت په سنگين کې کلابندو افغان ځواکونو ته د هوا له لارې خوراکي مواد غورځولي دي. دې سيمه کې طالبانو سلگونه افغان پوځيان او پوليس کلابند کړي دي. د هلمند والي د دې خوراکي مرستو رسول تاييد کړل خو په دې اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه چې گوا کې تازه دم ځواکونه سيمې ته رسېدلي که څنگه؟

لوى شمېر کې ملکي وگړي له ښار گوټي د وتلو په حال کې دي.

له دې وړاندې د طالبانو لاس ته د سنګین ولسوالۍ د لوېدو خبرونه خپاره شوي وو، دغه راز يو شمېر بریتانوي پوځيان دغه ولایت ته تللي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، د پوځيانو یوه کوچنۍ ډله د هلمند شورابک پوځي اډې ته د "مشورتي رول" لپاره استول شوې ده.

د دفاع وزارت وايي، دغه پوځيان به د ناټو په لوی ټیم کې جګړه ییز ماموریت مخته نه وړي.

Image caption په سنگين کې د عامو خلکو باغونه چې څو اونۍ وړاندې حکومتي عملياتو کې نړول شوي.

په افغانستان کې د بریتانیا جنګي ماموریت تېر کال پای ته ورسېد، خو لاهم په دې هېواد کې نژدې ۴۵۰ بریتانوي پوځیان د څارنې او ملاتړ د رول لپاره مېشت دي.

کابل ته څېرمه د بګرام هوايي اډې ته نژدې د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو یوه ځانمرګي برید کوونکي لږترلږه شپږ امریکايي پوځيان ووژل، درې امریکايي او درې افغان سرتېري یې ټپیان کړل، چې دا په روان کال کې افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو تر ټولو خونړی برید دی.

د هلمند والي میرزاخان رحیمي ټنیګار کوي، هڅه یې دا ده چې سنګین بېرته د طالبانو له لاسه وباسي، خو د نوموړي مرستیال ویلي، د ولسوالۍ بازار د طالبانو په لاس کې دی.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویاندې ویلي، ځواکونه یې د ناټو د قاطع ماموریت د ملاتړي په رول کې هلمند ته استول شوي دي:

"دغه پوځيان د ناټو د لوی مامورت یوه برخه ده، چې افغان ملي اردو ځواکونو ته سلامشورې ورکوي. دوی د جګړې لپاره نه دي استول شوي او له اډې بهر به هم نه راوځي".

څو کاله وړاندې هلمند د زرګونو بریتانوي پوځيانو مېشتځای و، خو سنګین هم د حکومت او هم د طالبانو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

په ۲۰۱۰ کال، سنګین کې د طالبانو او بریتانوي ځواکونو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې تر ۱۰۰ ډېر بریتانوي پوځيان ووژل شول، چې بیا وروسته سنګین امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو.

په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جګړه ییز ماموریت پرمهال لږترلږه ۴۵۰ پوځيان وژل شوي دي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په سنګین ولسوالۍ کې ورته اوښتې ده.

ورته مطالب