''د سنګین ولسوالۍ کلابندۍ ماتولو ته نور سرتېري رسېدلي''

معصوم ستانکزی د انځور حقوق AP
Image caption معصوم ستانکزی وايي یوازې د هلمند بغران ولسوالي له طالبانو سره ده

افغان چارواکي وايي په سوېلي ولایت هلمند کې د سنګین جګړه د افغانستان تر ټولو سخته جګړه ده، افغان تازه دمي ځواکونه سنګین ته رسېدلي او له طالبانو سره په کلکو نښتو لګیا دي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د بي بي سي سید عبدالله نظامي ته ویلي د طالبانو زورور برید پر وړاندې يي ځواکونه مقاومت کوي. ستانکزي وویل امریکايي او بریتانوي پوځیان هم هلمند ته ورغلي خو یوازې مرستندویه چاره پرمخ وړي.

د جګړې په لیکه کې افغان سرتېري جنګېږي، ددفاع سرپرست وزیر رد کړه چې ګواکې پنځه ولسوالۍ یې بایللې. هغه وویل یوازې بغران ولسوالي دطالبانو په ولکه کې ده. دغه ولسوالي کلونه وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلې چې لا يې افغان حکومت په نیولو نه دی توانېدلی.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرستیال والي بي بي سي ته ویلي سنګین ولسوالۍ ته د هغو پوځیانو او پولیسو مرستې ته، چې وسله والو طالبانو محاصره کړي، لسګونه تازه دمه ځواکونه رسېدلي.

د انځور حقوق AP

د هلمند د ولایتي شورا مشر اکرم اتل وايي، تازه دمي سرتېري سنګین ولسوالۍ ته څېرمه په دوو ځایونو کې له الوتکو ښکته کړل شوي دي.

د هلمند ولایت مرستیال والي بي بي سي ته ویلي سنګین ولسوالۍ ته د هغو پوځیانو او پولیسو مرستې ته، چې وسله والو طالبانو محاصره کړي، تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

محمد جان رسولیار دا هم ومنله، چې د سنګین هغو ځایونو کې خوراکي مواد له الوتکو غورځول شوي، چې د افغان حکومت په کنټرول کې دي. رسولیار زیاتوي، طالبان د ماتې په حال کې دي.

پر همدې مهال، د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي کابل کې خبریالانو ته وویل، د پوځ یو لوړپوړی جنرال په سنګین کې دی چې په سیمه کې به وضعیت ورو – ورو آرام شي.

د انځور حقوق AP

د دفاع وزارت سرپرست زیاتوي که څه هم د سنګین په اړه د خلکو غږ راپورته شو، خو په وینا یې هلته وضعیت هومره هم نه دی خراب شوی، چې هرڅه دې ګډوډ وي.

ده وویل، د تازه دمو سرتېرو سربېه، هلمند ته ځانګړي ځواکونه، د پوځ اضافي سرتېري او پولیس هم استول شوي او سم سمبال شوي دي.

د انځور حقوق AP

له هلمنده رپوتونه وايي، چې د جګړو له سیمو ولسي وګړي تښتېدلي او پخپلو سیمو کې د جګړې لا تېزېدو له وېرې د ''پاڼ او پړانګ'' ترمنځ دي.

دوه ورځې وړاندې، د سنګین امنیه قومندان محمد داود بي بي سي ته ویلي و،، پولیس او پوځ په دوو ودانیو کې د طالبانو په کلابندۍ کې ګیر شوي دي.

هغه خبرداری ورکړی و، که چېرې دوی ته ژر مهمات او خوراکي توکي ونه رسول شي، شاید ژوند یې ژر په خطر کې شي.

په ۲۰۱۰ کال سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو او بریتانوي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېريوژل شويوو، چې بالاخره بیا امریکايي ځواکونه هلته مېشت شول.

د انځور حقوق

هلمند د افغانستان جنوب کې يو له نا امنه ولايتونو ګڼل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په کې ګڼ شمېر جګړې ترسره شوې دي.

سنګين د طالبانو لپاره د اکمالاتو د رسېدو حياتي لاره ده چې د افغانستان خونړۍ تاوتريخوالي ته اوبه ورکوي.

سنګین ولسوالي پر دوه لارې پرته یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې د شمالي هلمند لپاره د دروازې حیثیت لري.

د ځینو په وینا، که چېرې دغه ولسوالي سقوط وکړي، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالۍ هم له سقوط سره مخامخېدای شي.

د انځور حقوق AP