د غزني لارو ساتنې لپاره سیمه ییز پولیس ګومارل کېږي

د انځور حقوق
Image caption دغه پولیس چې تر یوه بریده يې پوځي زده کړې دي، د غزني د قره باغ ،ګیلان اوجاغوریو د لارو په اوږدو کې په دندو ګومارل کېږي

د غزني د نا امنو ولسوالیو په لارو کې ۴۲۰ سیمه ییزپولیس ګومارل کېږي.

دغه پولیس چې تر یوه بریده يې پوځي زده کړې دي، د غزني د قره باغ ،ګیلان اوجاغوریو د لارو په اوږدو کې په دندو ګومارل کېږي.

دغزني امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل د دغو پولیسو فراغت غونډې ته وینا کې وویل:

''د دغې لويې لارې په اوږدو کې د امنیت د نه شتون ستونزې ته په کتو چې کله ناکله به وسله والو مخالفانو د جاغورو، مالستان او یا هم نور سیمو مساپر تښتول، اړینه وبلل شوه چې دلارې خوندیتوب په موخه د سیمه ییزو پولیسو د ګومارلو غوښتنه وکړو، چې مثبت ځواب راکړل شو او دادی اوس څه د پاسه څلورسوه تنه په یادې شوې سیمه کې دندو ته استول کېږي.''

امرخیل زیاته کړه ''په ځینو حالاتو کې د پولیسو په لیکو کې د یو شمېر هغو عناصرو کړنې هم د دې سبب شوې چې مخالفان پیاوړي کړي. هغوی ته د پولیسو مهمات او وسلې ورکوي.''

دغزنی جاغوریو لاره کې د مساپرو تښتونه په لویه ستونزه اوښتي.

دغزني ولایتي شورا یو شمېر غړو هم د دغه اقدام هرکلی وکړ. د غزني ولایتی شورا مشر حمیدالله نوروز وايي:

'' اوس به دغزني په لارو کې امنیت ډاډمن شي اوخلک به په اسانۍ سره وکولای شي چې تګ راتګ وکړي.''

د دغو لارو په اوږدو کې څو ځله مساپر له موټرو کښته کړل شول، چې ځینی یې بیا ووژل شول.

یو شمېر د چارو شنونکي بیا وايي که د سیمه ییزو پولیسو د کنترول اړخ ته پام ونه شي شونې ده، چې د ستونزو د راکمولو پر ځای به دامنیت په برخه کې ستونزې لا ډېرې شي.

ځکه وايي دمګړۍ هم په ځینو سیمو کې سیمه ییز پولیس په خپل سر کړنې تر سره کوي، چې د خلکو د شکایت لامل شوې دي.