پر بايسکل د سولې پيغام

د انځور حقوق Nadar shah
Image caption نادر شاه ننګرهاری د خپل زوی فېروز خان سره له ترکیې سفر پیل کړی

جګړه د انسانانو تېروتنه ده خو سوله د بشریت اړتیا ده. په جګړه کې سیاستوال، پوځیان اوعام وګړي ښکېل وي.

خو سوله د ګوتو په شمار خلک راوستی شي. هغه هم چې سپېڅلی نیت او کلکه اراده ولري. د سولې عزم ته ضرور نه ده چې انسان لوی سیاسي او ټولنیز مقام یا شتمني ولري.

نادرشاه ننګرهاری هغه یو افغان دی چې له خپل زوی سره افغانستان ته د سولې راوستو په موخه د اروپا په وچه پر بایسکل مزل کړی. زرګونه کیلومتره لار یې ووهله چې د نړیوالو پام د افغانانو ناورین ته ورواړوي.

نادر شاه ننګرهاری د خپل زوی فېروز خان سره له ترکیې سفر پیل کړی، بلغاریا، د پخوانۍ یوګوسلاویا هېوادونه، هنګري، اطریش، چک، جرمني، ډنمارک، ناروې، هالنډ، بلجیم، فرانسه او بریتانیا یې تر دې دمه لیدلې او په لسو میاشتو کې دوی تر بریتانیې رسېدلي.

په هر هېواد کې یې د افغانستان دیپلوماتانو په مرسته له چارواکو، د سپورت نامتو لوبغاړو او عامو وګړو سره کتلي او خپل لیدلی حال او هیلې یې ورسره شریکې کړې دي.

د ۱۷ کلن فيروز خان لپاره دا سفر هېښوونکی و. دی وايي"په لاره کې مې ډېر کډوال ولیدل، کورنۍ په سړه هوا کې له وړو ماشومانو سره وږي او ستومانه روان وو. په اول کې موږ د افغانستان لپاره د سولې راوستو ملا تړلې وه خو د کډوالو په لیدو سره مو پرېکړه وکړه چې د نړۍ هر جنګ ځپلي هېواد ته د سولې غوښتنه وکړو"

د انځور حقوق NADAR SHAH
Image caption ښاغلي ننګرهاري او زوی يې په هر هېواد کې له چارواکو، سپورتي څېرو او عامو وګړو سره کتلي

د نادرشاه اصلي دنده د غاښو ډاکټري ده او په سیاست کې ښکېل نه دي. نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې هم پر دې لار راغلی و. هغه مهال یې دا سفر په یوازې سر له افغانستانه پیل او په اروپا کې پای ته رسولی و.

خو دا ځل پلار او زوی غواړي امریکا ته ولاړ شي او د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون ته خپل پیغام ورسوي.

ښاغلی نادرشاه وایي "په هر هېواد کې مو د افغانانو غږ اوچت کړی چې موږ په جګړو کې ځپل شوي یاستو. نور د جګړې زغم نه لرو او سوله غواړو."

د افغان حکومت چارواکو د نادرشاه او فيروزخان د سفر لګښت په غاړه اخیستی او اروپایي هېوادونو ته یې د ویزې اسانتیاوې برابرې کړې.

په لندن کې د افغانستان سرپرست سفیر ضیا سیامک هروي د دوی خوځېدنه د سولې په نیت وستایله.

د انځور حقوق Nadar Shah
Image caption نادر شاه ننګرهاري او فيروز خان له يو شمېر افغان چارواکو سره ليدلي او کتلي دي

ښاغلي هروي وويل، "د دوی اراده د ستاینې وړ ده. یو مدني او سپورتي حرکت دی. دوه کسه راغلي یوه ډېره اوږده لار یې وهلې چې نړۍ ته وښیي افغانستان اوس هم ستونزې لري. نورې پاملرنې او امن ته اړتیا لري. پر ټولو هېوادونو په همدې نیت اوښتي."

د وخت په تېرېدو به څرګنده شي چې د نادرشاه ننګرهاري او فیروز خان هڅې د افغانستان پر سوله څومره اغېز کړی.

خو که دا اراده پراخه شي او نور افغانان هم د سولې لپاره نوښت وکاروي ښایي امن او اوساینه د افغانستان او سیمې په برخه شي.