کابل کې د ځینو ښوونځیو لوست ډیجیټلي شوی

Image caption د لوست دا نوې بڼه ده د ټلویزیوني پردې په وسیله غږیزې او انځوریز لوست او ایله څو ښونځیو کې کارول کیږي.

افغانستان کې د زده کړو د ښه والي په هڅو کې د کابل ځینو ښونځیو کې لوست ډیجیټلي بڼې ته اوښتی، د لوست دا بڼه په ځانګړې ډول هغو ښونځیو کې کارول کیږي چې له جګړیزو سیمو ورغلي ماشومان په کې زده کړې کوي.

د ډېرو باور دا دی چې ګواکې په ډیجیټلي بڼې لوست به له زده کوونکو سره د نوې ټکنالوژۍ سره په اشنا کېدو کې مرسته وکړي. د دغه پروګرام جوړوونکي دا کار د افغانستان د معارف انقلاب یادوي.

نجما ځلا له کابله پخپل راپور کې وايي، په کابل کې د رحمن بابا ښوونځی یو له هغو دی چې دیو سافټوییر په مرسته پکې زده کوونکو ته ساینسي مضومونو په ډیجیټل بڼه لوست ورکول کیږي.

د لوست دا نوې بڼه ده د ټلویزیوني پردې په وسیله غږیزې او انځوریز لوست او ایله څو ښونځیو کې کارول کیږي.

دا زده کوونکي د افغانستان له نا امنو سیمو دلته کابل ته راغلي دي. هغه سیمې چې یا د وسله وال پکې برلاسي دي او یا هم هلته جګړه د ښوونځیو د ټړل کېدو لامل شوې شوې.

آمر مخلص له پکتیکا ولایته کابل ته راغلی. وايي د لوست دا بڼه ورته په زړه پورې ده:

''په لسم صنف کې د پروجیکټور عملي درسونه شروع شول. دا زموږ لپاره ډیره ښه شوه ځکه مخ ته کانکور لرو. نو دا د پروجیکټور درسونه به مو تر ډیره په یاد وي او په کانکور کې به یوه ښه نمره واخلو''.

Image caption د افغانستان دولت وايي تمه یې دا ده چې تر راتلونکو پنځو کلونو د افغانستان ټول ښوونځي د دغه سیستم تر پوښښ لاندې راولي.

دغه سافټوېر د افغانستان یو خصوصي شرکت له هنده اخیستی دی. اولس میلیونه ډالره لګښت یې د افغانستان دولت ورکوي.

د مخابراتو وزارت مرستیال ایمل مرجان وايي:

''دا پروژه به څو راتلونکو کلونو کې هم پلې کیږي تر هغه چې ټول ښوونځې په دغه سیستم سمبال شي. همدا اوس په سلو نورو ښوونځیو کې د کمپيوټرې لابراتوارونو انستالیشن ادارمه لري او په همدغو ښوونځیو کې به د تري ډی ویډیو سرورنه هم نصب شي''.

درسي مضمونونه د افغانستان په دواړه رسمي ژبو پښتو او دري دلته په کابل کې په یوه ستډیو کې غږیزې بڼې ته اړول کیږي. په میاشتو میاشتو یې وخت نیولي چې ټول ساینسې مضمونونه دې بڼې ته اړول شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption ایمل مرجان: ''دا پروژه به څو راتلونکو کلونو کې هم پلې کیږي تر هغه چې ټول ښوونځې په دغه سیستم سمبال شي''.

مسیح الله امرخیل د ښونیز سیتم لپاره د ټیکنالوژۍ پروژې یو تن مسئول وايي دا سیستم داسي ډیرې ځانګړنې لري چې زده کوونکي درس ویلو ته لیواله کوي.

د افغانستان دولت وايي تمه یې دا ده چې تر راتلونکو پنځو کلونو د افغانستان ټول ښوونځي د دغه سیستم تر پوښښ لاندې راولي.

خو د دغه پروګرام سرته رسول په ښوونځیو کې په برېښنا او انټرنټ پورې تړلی دی. ستونزه دا ده چې په افغانستان کې ډیر ښوونځې لا پوره درسي توکې او ودانۍ نه لري ، څه چې د یوه خوندي درسي چاپیریال لپاره اړین دي.

Image caption درسي مضمونونه د افغانستان په دواړه رسمي ژبو پښتو او دري دلته په کابل کې په یوه ستډیو کې غږیزې بڼې ته اړول کیږي.