ننګرهار کې د 'داعش' راډیو فعالیت اندېښنې پارولي

د انځور حقوق

په افغانستان کي له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې په اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې د تړلې " خلافت راډیو" پر فعالیت اندېښنه ښوولې ده.

دغه اداره وايي، دې راډیو ځینې سیمه ییز خبریالان په مرګ ګواښلي دي.

شاوخوا لس ورځې کیږي چې د خلافت په نوم راډیو د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کي په غیر منظم ډول خپرونې کوي او ددې تندلارې ډلې پیغامونه خپروي.

ددې راډیو غږ د ننګرهار په څو ولسوالیو کې اورېدل کیږي. عربی ترانې او په پښتو ژبه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د شتون پرضد پیغامونه یې عمده خپرونې دي.

ددې ترڅنګ د افغانستان دولت پر خلاف هم شعارونه ورکوي. وړاندې د افغانستان حکومت ویلي وو، چې ددې راډیو د خپرېدو فریکونسي يې ګډه وډه کړې، خو افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د داعش راډیو اوس هم فعاله ده.

ویل کیږي چې د "خلافت راډیو" ځیني چلوونکي په رسنیو کې د کار مخینه لري او د ننګرهار سیمه ییز خبریالان هم پيژني. ختیځو ولایتونو کې د سیمه ییزو خبریالانو پخواني ملګري اوس ددوی پر وړاندي په جدي ګواښ اوښتي.

د نی اداری رییس صدیق الله توحیدی وايي، د داعش راډیو سیمه ییز خبریالان په مرګ ګواښلي دي.

"د خلافت غږ راډیو د فعالیت دوام د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه د ختیځو سیمو خلکو ته اندېښنې پیدا کړي. دا راډیو نېغ په نېغه سیمه ییز خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په مرګ ګواښي. ددې راډیو د نشراتو دوام به په ختیځ کې د خبریالانو پر کار ناوړه اغیز وکړي."

د خلافت راډیو د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې د اف ام په څپو اورېدل کیږي. د نی ادارې مشر وايي د افغان حکومت لپاره ددې راډیو د خپرولو بندول سخت کار نه دی.

ښاغلی توحیدی وايي، دا راډیو نه یوازې سیمه ییز خبریالان ګواښي، بلکې ځوانان دې تندلارې ډلې سره یو ځای کېدو ته هم هڅوي.

"له تخنیکي پلوه ددې راډیو د خپرونو بندول ګران کار نه دی. حکومت کولی شي، پر همدې څپو د دولتي یا شخصي راډیوګانو خپرونې خپرې کړي، که دا کار وکړي، نو خلک به د داعش له ګواښونو او پیغامونو خلاص شي."

تر دې مخکې افغان امنیتي ځواکونو په کونړ، هلمند، او پکتیا ولایتونو کي په طالبانو پوري تړلو راډیوګانو خپرونې بندې کړې وې.

'جهاد النکاح' ته هڅونه او ددې ډلي د پیاوړتیا لپاره له خلکو د پيسو راټولول د داعش راډیو د خپرونو نورې مهمې برخې بلل کیږي.

وړاندې تردې د افغانستان د مخابراتو وزارت ویلي وو، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ به د داعش راډیو خپرونې بندې کړي؛ خو دا چي ولې‎ تراوسه د دغو خپرونو پر بندلو نه دی توانیدلی، یوه جدي پوښتنه ده.

ورته مطالب