د افغانستان دفاع وزارت نوې ودانۍ "کوچنی پنټاګون" پرانيستله شوه

Image caption د دفاع وزارت نوې ودانۍ ۱۲۶ متر مربع پراخوالی لري چې د جوړېدو کار يې څلور کاله وخت ونيو.

افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال کمبل د افغانستان دفاع وزارت نوې ودانۍ چې "کوچنی پنټاګون" بلل کېږي رسما پرانيستله.

له دې وروسته به په رسمي ډول د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ د "کوچني پنټاګون" په نامه يادېږي.

ولسمشر غني د ودانۍ د پرانيستلو مراسمو کې وويل، "دا ودانۍ د پوځ د لا ښې همغږۍ او اغېزمنتيا سره مرسته کوي".

دی وايي په دغه ودانۍ کې شته امکانات د سيمې په کچه ساری نه لري.

"کوچنی پنټاګون" د ولسمشرۍ ماڼۍ په ختيځه برخه او د دفاع وزارت په محوطه کې جوړه شوې ده.

همدا ډول د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي ودانۍ په عصري ټکنالوژۍ سمبال ده، چې له پوځي برخې پرته به د بيا رغونې لپاره هم کارول کېږي.

دی زياتوي ودانۍ د جرمني په همکارۍ د امريکا له لوري د ۲۰۰ ميليون امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

Image caption ويل کېږي په دغه ودانۍ کې شته امکانات د سيمې په کچه ساری نه لري

نوې ودانۍ د ګنبدې په ګډون پنځه پوړونه لري، چې د ۲۵۰۰ کارکوونکو د ځاېدو وړتيا به ولری.

د ملي دفاع وزارت نوې ودانۍ ۱۲۶ متر مربع پراخوالی لري چې د جوړېدو کار يې څلور کاله وخت ونيو.

د ډوډۍ خوړلو او کنفرانس خونه يې په ترتيب سره د ۱۰۰۰ او ۹۰۰ کسانو د کېناستو وړتيا لري.

په دغه ودانۍ کې د سپورت خونې، د روغتيا مرکز او د نظامي محکمې لپاره خونې هم په نظر کې نيول شوي دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې، ملي اردو د افغانستان د يوالي سمبول وګاڼه، چې په خپله خوښه له پوځ سره يو ځای شوي او د افغانستان له خاورې دفاع کوي.

Image caption په دغه ودانۍ کې د سپورت خونې، د روغتيا مرکز او د نظامي محکمې لپاره خونې هم په نظر کې نيول شوي دي

دی وايي د "افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د خلکو د استازو، مدني ټولو او رسنيو د مرستي اړتيا ده".

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې له هند څخه د څلورو اېم اي ۲۵ الوتکو له مرستې مننه وکړه او ويې ويل درې الوتکې را رسېدلې، څلورمه به هم په نژدې راتلونکې کې د افغانستان په واک کې ورکړل شي.

وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ويلي وو چې امريکا به د روان کال تر اخره ۲۰ جنګلي الوتکې افغانستان ته ورکړي.