د کابل هوايي ډګر ته نژدې موټر بم چاودنه شوې

د انځور حقوق AP
Image caption پېښه ګهیځ مهال ګڼ مېشته سیمه کې رامنځته شوه

افغان چارواکي وايي، د کابل هوايي ډګر ته نژدې موټر بم چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی او ۳۳ نور ټپیان دي.

د افغانستان عامي روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسول محمد اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي، په دغه برید کې یو کس وژل شوی او ۳۳ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي د پېښې ټول قربانیان ملکي کسان دي.

ښاغلی کاووسي وايي په ټپیانو کې ۱۸ ماشومان او ۱۵ سپین ږیري هم شته، چې وايي درې یا څلور مېرمنې دي.

نوموړی وايي ټول ټپیان د سیمې اوسېدونکي دي او وايي روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

پېښه نن 'دوشنبه دسمبر ۲۸ مه' ګهیځ وختي شاوخوا اته بجې شوې، چې معمولاً دغه مهال په سیمه کې خورا ګڼه ګوڼه وي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وايي، برید په یوه کوڅه کې شوی، چې هېڅ پوځي کسان پکې موجود نه وو. نوموړی وايي:

د انځور حقوق AP
Image caption زورورې چاودنې د شاوخوا ودانیو کړکیو هندارې ماتې کړې

'' ډېری ټپیان هغه کسان دي، چې په لاره روان وو او د چاودنې پر مهال ټپیان شول. دغه کوڅه، چې چاودنه پکې شوې تاسې وینئ، چې هېڅ پوځي ګاډی پکې نه شته، د دغو بریدونو هدف یوازې انسان وژنه او وېره تره خپرول دي.''

له دې مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د کابل هوايي ډګر ختیځ لور ته نژدې د هواشناسي سیمه کې چاودنه شوې ده.

د نوموړي په خبره چاودنه د موټر بم په وسیله وشوه، چې په وینا یې یو ملکي کس پکې وژل شوی او څلور نور ملکي کسان په دغه پېښه کې ټپیان شوي دي، چې د پولیسو په خبره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش هم پر خپله پاڼه لیکلي، چې چاودنه نن ګهیځ شاوخوا اته بجې شوې، چې وايي یو ځانمرګي برید و.

نوموړی کاږي، چې د پېښې قربانیان ملکي کسان وو.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه یوه پیغام کې ویلي، چې دغه ځانمرګي برید دوی کړی او وايي هدف یې بهرني ځواکونه وو.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي پېښې کې وژل شوي او ټپيان ملکي کسان دي

نوموړی ادعا کوي، چې برید کې بهرنیو ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي.

د روان کال غويي میاشت کې هم په یاده سیمه کې ځانمرګي برید شوی و، چې د افغان چارواکو په وینا پکې درې کسان وژل شوي وو او د یو شمېر بهرنیانو په ګډون ۲۱ کسان ټپیان شوي وو.

بل لور ته په سویلي هلمند ولایت کې ځايي چارواکي وایې نن ګهیځ یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې د ګرشک امنېه قومندانۍ ته ننوځی د پولیسو له خوا په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژل شوی دی.