'سنډې ټایمز': پوتین د طالبانو له مشر سره په پټه کتلي

پوتین د انځور حقوق ap
Image caption په راپور کې راغلي، دا کتنه داسې مهال شوې، چې پوتین د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د ترهګرۍ پر وړاندې په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون لپاره هلته تللی و.

د بریتانیا 'سنډې ټایمز' ورځپاڼې د ځینو 'جګپوړو طالب' چارواکو په حواله ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو له مشر ملا اختر محمد سره پټه لیدنه درلود او 'له طالبانو سره د روسیې د مرستې په تړاو یې بحث ورسره کړی'.

'سنډې ټایمز' دا راپور د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۷مه) خپور کړی دی.

په راپور کې د ځینو جګپوړو طالب چارواکو له قوله دا خبر خپور شوی دی.

راپور کاږي، پوتین په سپتمبر میاشت کې د تاجکستان په یوه پوځي اډه کې د ماښام د ډوډۍ پرمهال له ملا اختر منصور سره لیدلي دي.

په راپور کې راغلي، دا کتنه داسې مهال شوې، چې پوتین د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د ترهګرۍ پر وړاندې په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون لپاره هلته تللی و.

خو د کرملین ویاند وايي، پوتین یادې غونډې ته نه دی تللی، او دا رپوټونه یې بابیزه ادعاوې وګڼلې.

وړاندې، روسیې ویلي وو، له "اسلامي دولت" نومي ډلې (داعش) سره د جګړې لپاره يې د دواړو د "ګډ دښمن په توګه" له طالبانو سره اړيکه نيولې ده.

دا څرګندونې د افغانستان په اړه د ولسمشر پوتين ځانګړی استازي ضمير کابلوف، "انټرفاکس" خبري اژانس ته کړې وې، چې په وینا یې د مسکو او طالبانو ګټې له يو بل سره تړلې دي او دوی ورسره معلومات شريک کړي.

د انځور حقوق
Image caption راپور کاږي، پوتین په سپتمبر میاشت کې د تاجکستان په یوه پوځي اډه کې د ماښام د ډوډۍ پرمهال له ملا اختر منصور سره لیدلي دي.

خو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابلوف دا څرګندونې "بې بنسټه" وبللې.

ورته مطالب