کابل کې طالبانو سره د خبرو لپاره د چمتوالي غونډه جوړېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه مري کې ترسره شوی و

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له طالبانو سره د سولې خبرو چمتوالي په تړاو کابل کې غونډه جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به طالبانو سره د خبرو چمتو والي په غرض کابل کې د افغانستان، پاکستان، متحدو ايالتونو او چين د استازو ترمنځ غونډه ترسره شي.

که څه هم د دې خبرو ټاکلې ورځ نه ده اعلان شوې خو د افغانستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي دي چې دا خبرې به د نوي کال په لومړنۍ اوونۍ کې کېږي.

د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه مري کې ترسره شوی و. په دغه خبرو کې د امریکا او چين استازو هم ګډون درلود.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو دويم پړاو د جولای په مياشت کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړينې د خبر خپرېدو او تاييد وروسته ځنډېدلی و.

کابل کې د خبرو لپاره د چمتووالي د لومړنۍ غونډې پرېکړه د يکشنبې په ورځ افغانستان ته د پاکستان د لوى درستيز د سفر په تعقيب ترسره کېږي.

د پاکستان پوځ ویلي وو چې کابل ته ښاغلي راحيل شريف د سفر موخه طالبانو سره د سولې خبرې او د افغان سياسي او پوځي چارواکو سره ليده کاته دي.

افغانستان کې د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدو او د کابل اسلام اباد تر منځ د اړيکو له ښه والي سره افغان حکومت تمه لرله چې دا به د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو راکاږلو کې مرسته وکړي، خو دغو پراخېدونکو اړيکو دومره دوام و نه کړ.

ځينې افغانان په دې اند دي چې له طالبانو سره خبرې کېدای شي په افغانستان کې دايمي سوله روالي.

ورته مطالب