''امریکا له افغان هوايي ځواکونو سره څه باندې ۲ میلیارد ډالر مرسته کړې''

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې''سیګار'' ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د افغانستان له هوايي ځواکونو سره تر ۲٫۳ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده. دا مرسته تر ډېره د الوتکو پر چمتو کولو او د هوايي ځواک پر روزنې ورټوله وه.

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې 'سیګار' ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې یې له افغان هوايي ځواک سره تر ۲٫۳ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د دغه راپور له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیې تر ۲۰۱۵ پورې، امریکا تر ۱٫۸ میلیارد ډېر ډالر د افغان هوايي ځواکونو په پرمختګ لګولي او دغو ځواکونو ته یې له ۹۳۵ میلیون ډېر نور ډالر د تجهیزاتو او الوتکو په چمتو کولو مصرف کړي دي.

په دغه راپور کې، چې تازه خپور شوی، ویل شوي د ۲۰۱۵ کال په څلورمه ربعه کې د امریکا دفاع وزارت له ۶۸۳ تر ۹۲۵ میلیون ډالر د افغانستان د هوايي ځواک د پراختیا لپاره غوښتي دي.

سیګار وايي، هغه مبلغ چې د افغان هوايي ځواک لپاره غوښتل شوي، ورکړل شوی نه دی، خو د الوتکو چمتو کېدو غوښتنه یې له ۲۱ میلیون ډالرو نه ۱۷۳ میلیون ډالرو ته پورته شوې ده.

Image caption امریکا د افغان پوځ لپاره ۲۰ اې ۲۹ ډوله چورلکې اخیستې دي.

د سیګار راپور وايي، د ۲۰۱۶ کال لپاره هم تر ۵۴۸ میلیون ډېر ډالر غوښتل شوي وو، چې ډېری برخه به یې د افغانستان د هوايي ځواکونو پر روزنې ولګوله شي.

څو ورځې وړاندې، هند افغانستان ته درې اېم آی ۲۵ ډوله الوتکې وسپارلې.

Image caption د افغان پیلوټانو روزل د لګښت له اړخه ډېر ګران تمام شوي دي

د سیګار د راپور له مخې، امریکا د افغانستان پوځ ته ۲۰ اې ۲۹ ډوله چورلکې رانیولې دي، خو تر اوسه یې سپارلې نه دي.

دا مهال ددغو الوتکو د چلولو لپاره پیلوټان روزل کېږي او اټکل دا دی چې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه ژر افغانستان ته وسپارله شي.

څو ورځې مخکې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې دغه الوتکې به تر درو اونیو پورې افغانستان ته وسپارلې شي.

ورته مطالب