افغانستان او پاکستان د بېړنیزو اړیکو کرښه فعاله کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption ویل کېږي، پر دغه چاره کابل ته د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف د سفر پر مهال هوکړه شوې

افغانستان او پاکستان د اړوندو پوځي چارواکو تر منځ ( هاټ لاین ) یا د بېړنیزو اړیکو کرښه فعاله کړې ده، چې موخه یې د پولې شاوخوا کې د شته تاوتریخوالي کچه ټيتول بلل کېږي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، دغه کرښه لومړی ځل د دې لپاره کارول کېږي، چې دواړه هېوادونه د پولې اوږدو کې د همکارۍ زیاتولو لپاره کار کوي.

پر دغه چاره کابل ته د پاکستان پوځ مشر راحیل شریف د سفر پر مهال هوکړه شوې.

د طالبانو ګواښ له ډېرېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ډېره مهمه بلله کېږي.

روانه میاشت افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرولو تور پر هغو وسله والو ډلو پورې کړ، چې پاکستان کې دي.

افغان چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي، چې افغان طالبان کنترولوي. دوی وايي اسلام اباد د طالبانو مهمو مشرانو ته اجازه ورکوي، چې هلته په خلاص مټ فعالیتونه وکړي.

که څه هم پاکستان دا ردوي، خو له وسله والو سره اړیکي درلودل بیا مني.

د بېړنیزو اړیکو ټینګولو رپوټونه داسې مهال خپریږي، چې افغانستان به راتلونکې اونۍ له طالبانو سره د ممکنه خبرو په موخه د زمینې برابرولو لپاره د امریکا، چین او پاکستان سره د خبرو کوربه وي.

د انځور حقوق AP
Image caption د طالبانو ګواښ له ډېرېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ډېره مهمه بلله کېږي

افغانستان له طالبانو سره د خبرو پیل په صورت کې د پاکستان رول مهم بولي.

ولسمشر غني داسې مهال له پاکستان سره چې د طالبانو تاریخي ملاتړی بلل کېږي، اړیکي تاوده کړي چې د خبریالانو په خبره د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله طالبانو سره د خبرو پیلولو ته هیلې ډېرې شوې.

ولسمشر خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د القاعده، اسلامي دولت نومي ډلې او د چینايي، روسي، ازبکستاني، تاجکستاني او منځني ختیځ ډلو په ګډون د سخت دریځو وسله والو شتوالی په ډېرېدو دی.

د پاکستان پوځ ویلي وو چې کابل ته ښاغلي راحيل شريف د سفر موخه طالبانو سره د سولې خبرې او د افغان سياسي او پوځي چارواکو سره ليده کاته دي.

که څه هم د دې خبرو ټاکلې ورځ نه ده اعلان شوې خو د افغانستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي دي چې دا خبرې به د نوي کال په لومړنۍ اوونۍ کې کېږي.

د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه مري کې ترسره شوی و.

په دغه خبرو کې د امریکا او چين استازو هم ګډون درلود. ځينې افغانان په دې اند دي چې له طالبانو سره خبرې کېدای شي په افغانستان کې دايمي سوله روالي.