د کابل ځانمرګي برید دوه کسان وژلي او ١۸ ژوبل کړي

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، بريد کې ۱۸ کسان ژوبل شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، په کابل کې د ځانمرګي برید د قربانیانو شمېر ۲۰ کسانو ته رسېدلی چې دوه یې وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

صدیق صدیقي په خپلو ټولنیزو پاڼو فېسبوک او ټویټر کې لیکلي چې د برید قربانیان ملکي وګړي دي. برید تېره ورځ ماښام (مرغومي ۱۱مه) د کابل په تایمني سیمه کې د لوژاردن رستورانت کې وشو.

دا رستورانت يوله هغه محدودو رستورانونو څخه دى چې اوس هم د بهرنيانو لخواکارول کېږي.

ښاغلي صدیقي لیکلي، پولیسو يو بريدګر له خپلو وسلو سره ژوندى نيولی دى. د کورنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ ویلي چې برید کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي، یو ۱۲ کلن افغان ځوان چې په چاودنه کې ټپي شوی وو، روغتون کې ساه ورکړې.

وړاندې د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس فریدون عبیدي بي بي سي ته ویلي وو، چې اوسمهال سیمه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د عبیدي په خبره د برید پرمهال په دې رستورانت کې هېڅ بهرنی نه وو.

ځېنې راپورونه وایي، تر چاودنې وروسته په دغه مېلمستون کې چې بهرنیان پکې اوسېږي، جګړه روانه ده. خو افغان چارواکو دا راپورونه تایید نه کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، دا ځانمرګی برید وو او ددوی د کسانو له خوا شوی او همداراز په سیمه کې جګړه روانه ده.

Image caption له بريد وروسته امنيتي چارواکو له سيمې ملکي کسان خوندي ځايونو ته وويستل

تېره دوشنبه هم یوه ځانمرګي برید کوونکي له انفجاري توکو ډک موټر ته د کابل هوایي ډګر ته څېرمه چاودنه ورکړه. په دغه پېښه کط د افغان چارواکو په وینا یو کس ووژل شو او ۳۳ نور ټپیان شول.

د نن ورځې برید، یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل د هڅو لپاره د جنورۍ په ۱۱مه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون د یوې څلور اړخیزې ناستې خبره کړې ده.

ښاغلي غني، دا برید غندلی او ویلي یې دي، څوک چې بېګناه ملکیان په نښه کوي، د افغانستان له خلکو او دولت سره د سولې په خبرو کې ځای نه لري