عبدالله عبدالله د ايران له "چابهار بندر" ليدنه کوي

د انځور حقوق CEO

د افغانستان د حکومت اجرایه مشر، عبدالله عبدالله په یوه درې ورځني رسمي سفر ایران ته رسیدلی.

د نوموړلي سفر پر داسې مهال تهران ته کیږي چې د دغه هیواد ديپلوماتیکې اړيکې له سعودي عربستان سره پرې شوې دي.

دغه دواړه هيوادونه د افغانستان د اوسني حکومت ملاتړ کوي خو په افغانستان کې یې ګټې په ټکر کې ښکاري.

پوښتنه دا ده چې افغانستان څنګه کولای شي په دغه ډول سیاسي سیالیو کې خپلې ملي ګټې خوندې کړي؟

وروسته له هغه چې پېژندل شوی شیعه روحاني شیخ نمر باقر په سعودي عربستان کې اعدام شو، قهرجنو لاریونیانو د ایران په پلازمینه تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور ورته وکړ.

له دې پيښې وروسته، سعودي عربستان له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. د افغانستان اجرایه مشر عبدالله عبدالله اوس پر داسې مهال ایران ته په درې ورځني رسمي‌ سفر تللی چې د تهران او ریاض ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.

د ښاغلی عبدالله ویاند محیب الرحمان رحیمي وايي، "اجراييه رييس د خپل سفر پر وروستی ورځ له مله پلاوي سره د ايران چابهار بندر ته ځي، بندر او هلته شته کارکوونکي له نژدې ګوري او پر دې بحث کوي چې بندر بايد ورغول شي. ځکه د افغانستان او سيمې لپاره ارزښت لري."

اوس مهال نژدې ۵۰ زره هکتاره ځمکه په دغه بندر کې افغان پانګوالو ته په پام کې نیول شوې ده.

داسې اټکل کیږي که دغه بندر په بشپړ ډول فعال شي، هندوستان ته د افغان توکو په لیږد کې به پر پاکستان د افغان پانګوالو تکیه راکمه شي چې دا د همدې لارې د جوړیدو مهم هدف بلل کیږي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان ګټې له پاکستان سره تر یوه حده همغږې ښکاري خو له ایران سره بیا په ټکر کې دي.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز سرپرست مشر رفیع الله نیازی وايي افغانستان ته په کار ده چې د خپلو ملي کټو د خوندي کولو لپاره دې د نورو هېوادونو په سیاسي لوبو کې نه ښکلیږي.

ښاغلی نيازی زياتوي "د افغانستان ملي ګټې دا اجابوي چې په سيمهه ييزو مسایلو کې د نورو ملکونو په سیاسي رقابتونو کې ښکېل نه شي. موږ د يوه اسلامي هېواد په توګه له سعودي سره د ښو اړيکو غوښتونکي يوو، او د يوه ګاونډي مسلمان هېواد په توګه له ايران سره هم د ښو اړيکو غوښتونکي يوو. زموږ ملي ګټي او اساسي ګټې دا نه اجابوي چې موږ د سيمې هېوادونو په سياسي لوبو کې ور ښکېل شو."

کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان هغه مهال په سیاسي لوبو کې بې پرې پاتېدای شي چې بهرنی سیاست یې د سیالو سیاسي لوبغاړ د همکارۍ ځای وي، نه د سیالۍ.

په همدې حال کې له دودیز پلوه د افغانستان سوداګري تر ډېره د پاکستان له بندرونو سره تړلې ده او داسې باور هم کیږي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا پرمهال، پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دغه تکیې نه د فشار د یوې الې په ډول کار اخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي که د چابهار بندر چارې بشپړې شي، د پاکستان بندرونو ته به د افغان پانګوالو اړتیا نه تر ډېره راکمه شي.

ښاغلی الکوزی وايي په ۱۳۸۹ لمریز کال کې نژدې ۶۰ سلنه د افغانستان د مالونو لیږد رالیږد د کراچۍ له بندر کیده خو اوس دغه کچه ۲۰ سلنو ته راښکته شوېو او د ایران د چابهار او عباس بندرونو له لارې د ټرانزیټ کچه لوړه شوې ده.

اوس به معلومه شي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په سیمه او په ځانګړي ډول د افغانستان پر اقتصاد څه تاثیر کوي.