ننګرهار کې ۱۶ 'داعش' وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق EPA

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ (مرغومي ۱۴مه) مازدیګر مهال په دې ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ۱۶ غړي وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وایي، دا پېښه په بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

شېرزاد بي بي سي ته ویلی، داعش وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره جګړه کې یې ۱۶ غړي ووژل شول.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، نښته د بټي کوټ په فارم چهار سیمه کې د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو رامنځته شوه او تر جګړې وروسته د وسله والو ۱۱ مړي په سیمه کې پراته وو.

هغه وویل، یوه اندازه وسلې هم د پولیسو لاسته لوېدلي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ننګرهار ولایت او په ځانګړې توګه اچین ولسوالي په افغانستان کې د داعش د پیدا کېدو اصلي مرکز بلل کېږي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، ددې جګړې ترڅنګ طالبان او داعش وسله وال په چپرهار ولسوالۍ کې هم سره نښتي دي. جګړه کې ۹ داعش او ۶ طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، طالبانو سیمه نیولې او داعش یې د ولسوالۍ پرېښودو ته اړ کړي دي.

شېرزاد وایي، امنیتي ځواکونه، داعش او طالب وسله والو ته د دښمن په سترګه ګوري.

ننګرهار ولایت او په ځانګړې توګه اچین ولسوالي په افغانستان کې د داعش د پیدا کېدو اصلي مرکز بلل کېږي.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کېمبل وړاندې ویلي وو چې د اسلامي ډلې (داعش) ملاتړي هڅه کوي د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار کې ځانته د سیمې په کچه مرکز جوړ کړي.

ورته مطالب