ولسمشر غني له افغان هوايي ځواک سره د امریکا مرستې غوښتنه کړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جان کورکر په مشرۍ د امریکا سنا له یوه پلاوي سره لیدنه کې د افغانستان له هوايي ځواک سره د دغه هېواد د مرستې غوښتنه کړې.

دغه لیدنه کې، چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه، ښاغلي غني ویلي افغانستان یوه پیاوړي هوايي ځواک ته اړتیا لري او د امریکا له متحدو ایالتونو غواړي، چې اړین تجهیزات دغه ځواک ته ورکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال ظفر هاشمي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

'' موږ تل هڅه کړې، هغه هېوادونه، چې ژمنې کولو کې یوه بله پلمه کوي، هغوی ژمنه وکړي او د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون هغه هېوادونه، چې ژمنه یې کړې، د افغان حکومت او شخصاً د ولسمشر هڅه دا ده، چې دوی په خپلو ژمنو ودریږي او دغه بهیر هم چټک وي، ځکه چې له وېره اچونکو سره د مبارزې په برخه کې باید زموږ وړتیا ځانګړی اغیز ولري.''

د تېر کال وروستیو کې د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې 'سیګار' ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې یې له افغان هوايي ځواک سره تر ۲٫۳ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د دغه راپور له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیې تر ۲۰۱۵ پورې، امریکا تر ۱٫۸ میلیارد ډېر ډالر د افغان هوايي ځواکونو په پرمختګ لګولي او دغو ځواکونو ته یې له ۹۳۵ میلیون ډېر نور ډالر د تجهیزاتو او الوتکو په چمتو کولو مصرف کړي دي.

په دغه راپور کې، چې تازه خپور شوی، ویل شوي د ۲۰۱۵ کال په څلورمه ربعه کې د امریکا دفاع وزارت له ۶۸۳ تر ۹۲۵ میلیون ډالر د افغانستان د هوايي ځواک د پراختیا لپاره غوښتي دي.

سیګار وايي، هغه مبلغ چې د افغان هوايي ځواک لپاره غوښتل شوي، ورکړل شوی نه دی، خو د الوتکو چمتو کېدو غوښتنه یې له ۲۱ میلیون ډالرو نه ۱۷۳ میلیون ډالرو ته پورته شوې ده.

د سیګار د راپور له مخې، امریکا د افغانستان پوځ ته ۲۰ اې ۲۹ ډوله چورلکې رانیولې دي، خو تر اوسه یې سپارلې نه دي.

دا مهال ددغو الوتکو د چلولو لپاره پیلوټان روزل کېږي او اټکل دا دی چې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه ژر افغانستان ته وسپارله شي.

له دې مخکې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې دغه الوتکې به تر درو اونیو پورې افغانستان ته وسپارلې شي.

له افغانستانه د نړیوالو اییتلافي ځواکونو د لویې برخې له وتلو وروسته له تېر نژدې یوه کاله راهیسې افغان امنیتي ځواکونه د حکومت له وسله والو مخالفانو سره په جګړه بوخت دي، افغان چارواکي وايي افغان ځواکونه په دغه جګړه کې هوايي ملاتړ ته اړتیا لري، چې په رښتینې معانا یې اوس نه لري.