د افغانستان عامې روغتیا پر وزیر یوه روږدي د ستنې برید کړی

Image caption دا برید تېره اونۍ هغه مهال وشو چې ښاغلي فېروز له یو شمېر ډاکټرانو سره د کابل لویدیځ کې له پل سوخته څخه روږدي کسان یوه درملنځي ته لېږدول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت منلې چې د روغتیا پر وزیر فیروز الدین فېروز باندې یوه روږدي کس له پیچکارۍ ستنې په ګټه اخستو برید کړی دی، خو پر اېچ آی وي ویروس د هغه ککړېدل ردوي.

دا برید تېره اونۍ هغه مهال وشو چې ښاغلي فېروز له یو شمېر ډاکټرانو سره د کابل لویدیځ کې له پل سوخته څخه روږدي کسان یوه درملنځي ته لېږدول. د روغتیا وزارت د مطبوعاتو مسوول اسماعیل کاووسي بي بي سي ته وویل، طبي ازمایښتونه ښيي چې د ښاغلي فېروز صحت ښه دی.

د انځور حقوق MoPH
Image caption طبي ازمایښتونو ښودلې چې د روغتیا وزیر صحت ښه دی.

"د یکشنې ورځ ماښام وو چې یوه کس د پېچکارۍ یوه ستنه د وزیر صیب پر اوږې ښخه کړه. وزیر صیب اوس په بشپړ ډول روغ دی. ازمایښتونه ښيي چې هېڅ ستونزه نشته. له فني پلوه هم پوهېږو چې د اېچ آی وي ویروس په آزاده فضا کې تر ۱۵ ثانیو ډېر ژوندی نه پاتې کېږي."

ښاغلي کاووسي د روغتیایي ازمايښتونو په موخه بهر ته د روغتیا وزیر د تګ ګنګوسې رد کړې. "وزیر صیب، بهر ته نه دی تللی، کابل کې دی".

ښاغلی کاووسي وایي، احتمال لري دا برید پلان شوی وي او هغه کسان پکې لاس ولري چې درملنځي ته د روږدو کسانو له لېږدولو سره مخالفت کوي.

د کاووسي په خبره، د نشه یي توکو قاچاق وړونکي چې دا روږدي کسان یې د عاید سرچینه ده، د ټولو هغو کسانو په سر کې دي چې نه غواړي دول بل ځای ته ولېږدول شي.

په افغانستان کې نږدې ۳،۵ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي. افغانستان به نړۍ کې د نشه یي توکو لوی تولیدوونکی هېواد دی او دا دی په لوی مصرفوونکي هېواد هم بدلېږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت د کابل په ختیځ کې د فېنکس په نوم د بهرنیو پوځیانو د اوسېدو مرکز د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز بدل کړ چې ورسره به هغوی ته زده کړې هم ورکړل شي.

تراوسه له ۵۰۰ ډېر روږدي کسان دې درملنځي ته لېږدول شوي دي. د روغتیا وزارت وایي، دا بهیر مختل شوی نه دی او ډېر ژر به ښاغلی فېروز یو ځل بیا پل سوخته ته لاړ شي او د روږدو کسانو بله ډله به دې مرکز ته ولېږدوي.

ورته مطالب