د افغانستان سولې بهیر: اسلام اباد کې ۴ اړخیزه غونډه پیل شوه

د انځور حقوق AP

د افغانستان حکومت وایي، تمه لري د اسلام اباد په څلور اړخیزه ناسته کې د سولې خبرو بل پړاو پر میکانیزم هوکړه وشي. په دغه ناسته کې چې نن (جنورۍ ۱۱مه) ترسره کېږي، د افغانستان حکومت، پاکستان، امریکا او چین چارواکي طالبانو سره د سولې خبرو بیا پیلولو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د افغانستان حکومت ځېنو سرچینو بي بي سي ته ویلي، هڅه کوي د روانې جنورۍ میاشتې تر وروستیو د سوله غوښتونکو طالبانو او جګړه مارو اورپکو ډلو موضوع څرګنده شي.

د افغانستان دولت یو پلاوی نننۍ څلور اړخیزې غونډې کې د ګډون لپاره اسلام باد ته رسېدلی.

دافغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفز هاشمي بي بي سي سره خبرو کې وویل، د ناستې موخه دا ده چې طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو یوه اډانه او تګلاره جوړه کړي.

"له دي ناستي مو لومړۍ عمده موخه دا ده چې د لارې نقشه جوړه کړو یعنې که موږ د سولې خبرې کوو، نو په کوم بنسټ او کومه بڼه وي. پر کوم څه چې دا ځل موږ ډېر ټینګار کړی او زموږ نړیوالو ملګرو هم منلی، د تثبیت میکانیزم رامنځته کول دي، چې که پاکستان د یو څه ژمنه کوي، نو یو میکانیزم باید وي چې د درېیم هېواد لخوا، هغه کار د تثبیت وړ وي."

ځینو سرچینو ویلي افغان حکومت د سولې اړوند خپلې هڅې تر بل هر وخت ګړندۍ کړي او غواړي د جنورۍ تر پایه روښانه شي چې د طالبانو کومې ډلې سولې ته لېواله دي، او کومې یې جګړه غواړي.

ښاغلي هاشمي وایي، دا موضوع هم د دغو خبرو په اجنډا کې شامله ده.

"هو زموږ تمه خو همدا ده؛ خو ګورو سبا موږ څومره مخته ځو. زموږ وړاندیز شوی میکانیزم او کوم چې پاکستان یې وړاندیز کوي، زموږ د دوو نورو ملګرو چین او امریکا له نظرونو سره څومره جوړېږي او دا چې د افغانستان پلاوی کومو لاسته راوړنو سره هېواد ته ستنېږي، بیا کولی شو د راتلونکو ګامونو وړاندوینه وکړو."

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړۍ رسمي ناسته د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې اسلام اباد ته څېرمه مري کې وشوه، خو د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته دا لړۍ ونه غځېده.

بلخوا نن یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د څلور اړخیزې غونډې پرانستې غونډې ته په وینا کې ویلي، طالبانو سره خبرو ته باید شرطونه وړاندې نه شي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وایي، د طالبانو ټولو ډلو ته دې د خبرو وړاندیز وشي او وړاندې له دې چې هغوی یې په اړه غبرګون وښيي، د پوځي ګامونو پورته کولو ګواښ به مثبته چاره نه وي.

ښاغلی عزیز وایي، که وار له مخه طالبان په ډلو ووېشل شي، نو دا به د خبرو بهیر سره مرسته ونه کړي.

"خبرو ته د چمتو او نه چمتو ډلې بېلولو او دا چې نه چمتو ډلو سره څه وشي؛ دا پرېکړه باید هغه مهال وشي چې خبرو ته د رابللو ټولې هڅې ترسره شوې وي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ختیځ ولایت ننګرهار کې د وینا پرمهال ویلي، د افغانستان خلک د پایدارې، باعزته او قانوني سولې غوښتونکي دي او په دې بهیر کې به پر خپلواکۍ، اساسي قانون او د ښځو پر حقونو معامله ونه شي.

Image caption د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د څلور اړخیزې غونډې پرانستې غونډې ته په وینا کې ویلي، طالبانو سره خبرو ته باید شرطونه وړاندې نه شي.

لږ ترلږه په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان دولت له مخالفو وسله والو ډلو په تېره بیا طالبانو سره د سولې خبرو دوامداره هڅه کړې، خو دې هڅو ډېرې لوړې ژورې درلودې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت پرمهال پرلپسې هڅې وشوې، خو د طالبانو د یوه سولې پیغام راوړونکي لخوا د افغانستان د سولې شورا پخواني رییس برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته دا لړۍ ودرېده.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره، د دولت مخالفینو سره د سولې خبرې یو ځل بیا د دولت د کار برخه وګرځېده.

د همدې هڅو په لړ کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړۍ رسمي ناسته د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې اسلام اباد ته څېرمه مري کې وشوه.

د سولې شورا غړی شهزاده شاهد وایي، په تېرو کلونو کې هم د طالبانو مرکزي شورا له غړو سره مخامخ خبرې شوې وې، خو د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته ټولې هڅې بې پایلې شوې.

له کابله د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي په خپل رپوټ کې کاږي، اوس چې طالبان دوه ډلې شوي، دې هم د سولې خبرو پر ننګونو یوه ورزیاته کړې.

د انځور حقوق

وړاندې هم د افغانستان سولې شورا غړو، د مدني ټولنو ځېنو استازو او د افغانستان د ښځو په استازیتوب څو ښځو په غیررسمي ناستو کې او کله هم د ځېنو کنفرانسونو په څنډو کې د طالبانو له ځېنو استازو سره خبرې کړې دي.

له دې ډلې قطر، اماراتو، المان، چین او ناروې غونډې، خو دغو ناستو د رسمي خبرو د پیل لپاره پرېکنده پایلې نه لرلې.

په افغانستان کې د دولتي چارواکو په ګډون ډېر خلک په دې باور دي چې پاکستان طالبانو سره د خبرو بهیر کې د همکارۍ ژمنه کوي، خو په عمل کې ګام نه پورته کوي.

خو دا ځل افغان چارواکي وايي، پاکستان ژمنه کړې چې د خبرو مېز ته د طالبانو کېنولو کې عملي ګام اخلي.

ترڅو چې په جګړو او تاوتریخوالو کې کموالی رانه شي، ډېرو افغانانو ته د پاکستان پردې ژمنې باور کول ستونزمن برېښي.

ورته مطالب