سوله ییز فکر سوله راولي

د انځور حقوق UNIAN

ورور مې د کور له مخې د دوکان نه انرژي اخیستې وه. یو غوړپ به یې لا له ستوني نه و تېر چې په وړه خور مې حمله ور وکړه. وې وهله.

لاس مې ونېو ورته غوسه شوم. بوتل مې ایسته ترې واچوه. ده راته وویل:

ـ خو په ټلویزیون کې دغسې کوي کنه.

رښتیا یې ویل د ټلویزیون د انرژۍ یو اعلان دی چې کوم هلک یې وڅښي په جنګ کولو کې پیاوړی شي.

یوازې دا اعلان نه، موږ ته ‌ډېر غوره فلمونه هم هغه دي چې د فلم هلک جنګ کې تکړه وي. نیکه مې دې خدای وبښي کله چې به مې ورته وویل:

ـ دادا دا پلانکی موږ کره هېڅ نه راځي او ته یې هېڅ ښه او بده نه پریږدې هر څه ته ورځې؟

ده به وخندل ویل به یې:

ـ که زه هم دغسې شم دی هم، نو توپیر مو څه شو؟

دا چې یو څوک نه راکره راځي، پوښتنه مو نه کوي .موږ هم همداسې شو شاید بې مهرۍ ته مو دروازه پرانیستې وي او اړیکې ورو، ورو و وژنو.

د یوه قاتل په مرګ قتل نه شو تمامولی بلکې موږ به هم خدای مه کړه قاتلان شو. د بد کس په نشتولو بدي له منځه نه ځي.

جګړه، سوله، نیکي، بدي او … د ذهن زیږنده ده او دا ځینې ناسم یې باید په فکري لحاظ له منځه یوسو.

‌ډېر کله لومړی خبره اورو بیا فکر کو بیا عمل. کله کله خو بیخي فکر نه کو زر اقدام کو. نو د داسې اعلانونو، فلمونو، سریالونو یا به هر څه خپرول چې په مستقیم یا غیر مستقیم ‌ډول جنګ وي یا د جنګ ذهنیت وي. مخه یې باید ونیول شي.

که یو ماشوم پلاستیکي ټوپک ولري، هغه ښکته پورته کوي همدا پلاستیکي ټوپک یو وخت رښتونی هم ورته عادي کوي. یا شاید ځان سره فکر وکړي چې د ټوپک لرل ویاړ دی.

سولې ته د رسېدو یو مهم پړاو زموږ ذهنونه سوله ییز کول دي. کله چې زما مغزو کې د جنګ فکرونه وزرې وهي نو ایا سوله به حس کړی شم یا نه؟

موږ کولی شو د همدې انرژي اعلان د سپورټ په یو ‌ډول وکړو. یا نورې ‌ډېرې سولییزې لارې شته.

موږ یې باید هېر نه کړو چې واړه شیان لوی اغېز لرلی شي. شاید د سولې په ارزښت یو ګټور فلم، دا چې سوله به کوم ښه بدلونونه راولي، په دې یو لنډ اعلان زموږ د ‌ډېرو ځوانانو او ماشومانو په ذهن کې سوله وکري.

جګړه یوازې د جنګ په میدان کې د تورو وهلو، یا د ټوپکو ډزې نه دي جګړه همدا وحشي حس دی چې له ژونده مو زړه تور دی. ډاډه یم ډېر هغوی چې اوس عملا جنګ کوي که وپوښتل شي شاید د ډېرو ځواب له ژونده ستړیا وي. او د همدې ستړیا یو دلیل ممکن زموږ همدا د جګړې په زهرو ککړ چاپېریال وي.

رسنۍ، هنرمندان او بل هر فرد لومړی باید خپله د ژوند په ارزښت پوه شي هله بیا سوله ییز ذهن لرلی شي او ‌کولی شي ‌‌‌‌‌‌ډېر نور هم تر همدې سیوري لاندې راټول کړي.

ورته مطالب