افغان هوايي ځواک له امریکا د A-29 جنګي الوتکو لومړۍ جوپه تر لاسه کړه

افغان هوايي ځواک د جمعې په ورځ ( مرغومي ۲۵) د امریکا لخوا څلور A-29 جنګي جېټ الوتکې تر لاسه کړې. ټاکل شوې چې د روان کال تر جون میاشتې اته ویشت دا ډول الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وايي دا الوتکې په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبالې دي او د افغان هوايي ځواک په پیاوړي کولو کې به مرسته وکړي.

له کابله زموږ همکار خوشال تایب په خپل رپوټ کې وايي، د افغان پوځيانو هغو غوښتنو ته اوس ورو ورو ځواب ورکول کیږي چې د هوايي ځواک د ملاتړ په برخه کې یې له تېرې لسیزې راهیسې کوي.

افغان پوځیانو د جګړې په ډګر کې د هوايي ملاتړ د کمزورۍ له امله تل شکایت درلود. خو اوس امریکا غواړي افغان ځواکونو ته اته ویشت جنګي (A 29) جیټ الوتکې ورکړې. د دغو الوتکو لومړۍ ډلګۍ چې څلور الوتکې پکې شاملې وې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی وايي دا الوتکې پر پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبالې دي او د افغانستان د هوايي ځواک په پیاوړي کولو کې به مرسته وکړي. خو دی زیاتوي چې له دغو مرستو سره به بیا هم د افغان هوايي ځواک ستونزې له یوې مخې حل نه شي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا دغه الوتکې کولای شي ۳۶ ډوله بېلابېلې وسلې ولیږدوي.

د دغو الوتکو له مرستې سره همهاله افغان پیلوټان او تخنیکران هم په امریکا کې روزل شوي دي. او ځينې نور یې تر روزنې لاندې دي.

تورن همایون زرین د جنګي (A 29) جیټ الوتکې پیلوټ دی چې په دې وروستیو کې یې په امریکا خپله روزنه پای ته رسولې. ښاغلی زرین وايي (A 29) الوتکې د افغانستان د اراضي لپاره ډېرې ښې مناسبې دي.

تر دې وړاندې هند هم افغان ځواکونو ته څلور جنګي څرخي الوتکې ورکړې وې.