تاجکستان په بدخشان او کندوز کې خپلې کونسلګرۍ تړلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات تایید کړې چې ګاونډي هېواد تاجیکستان په شمالي ولایتونو کندوز او بدخشان کې د امنیتي اندېښنو له امله خپلې کونسلګرۍ تړلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني بي بي سي ته وویل، کابل کې د تاجیکستان سفارت دوی ته د یوه یادداشت په لېږلو سره خپله پرېکړه اعلان کړې ده.

ښاغلي مستغني زیاته کړه: "هغوی ویلي یو اندازه وړې امنیتي اندېښنې لري. که دا امنیتي اندېښنې رفع شي، په فیض اباد او کندوز ښارونو کې خپلې کونسلګرۍ بېرته پرانيزي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ونه ویل، دا "وړې امنیتي اندېښنې" چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د دوو کونسلګریو د تړل کېدو سبب شوي د څه ډول احتمالي ګواښونو له امله رامنځته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ او شمال کې پر دوو کونسلګریو ځانمرګي ډله ییز بریدونه شوي دي.

وړمه ورځ (مرغومي ۲۳مه) د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې درېیو ځانمرګو د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې اووه سرتېري ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول.

د هند او ایران کونسلګرۍ هم د پاکستان کونسلګرۍ ته ورڅېرمه موقعیت لري، خو په دې برید کې ورته کوم زیانه ونه رسید.

وړاندې تر دې د مرغومي په ۱۳مه ځانمرګي بریدګر په مزار شریف ښار کې د هند کونسلګرۍ ته څېرمه یوه کور ته ننوتل او هغه ځایه یې پر کونسلګرۍ بریدونه پیل کړل چې له امنیتي ځواکونو سره یې له ۲۴ ساعتونو ډېره جګړه وکړه.

د مرغومي په ۱۱ مه په هرات ښار کې د ښاروالۍ لخوا د ایران کونسلګرۍ د امنیتي دېوالونو تر لرې کولو وروسته دغه هېواد خپل کونسلي خدمتونه بند کړل.

ښاغلی مستغني ټینګار وکړ چې د بهرنیو دېپلوماتانو او د سیاسي او کونسلي استازولیو د کارکوونکو د امنیت ساتنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لومړیتوبو ده.

مستغني همداراز وویل، کومو کسانو چې غوښتل د افغانستان په شمال ختیځ کې د تاجیکستان ویزه ترلاسه کړي، باید مزارشریف کې ددې هېواد کونسلګرۍ ته لاړ شي او یا هم کابل کې د تاجیکستان سفارت ته مراجعه وکړي.