ننګرهار: د کورنۍ د اتو غړو د وژلو په تور يو کس په اعدام محکوم شوی

Image caption چارواکي وايي وژل شوی کس يو سوداګر و

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت کې لومړنۍ محکمې یو کس د کورنۍ د اتو غړو د وژلو په تور په اعدام محکوم کړی دی.

دولتي سرچينو ويلي دغه کس او څو تنه نور د قوس پر ۲۲ د دې کورنۍ مېلمانه وو، وژل شوي کسان يې لومړی مسموم کړي او وروسته يې په ډزو وژلي دي.

دغه کسان چې يو نارينه، دوې ښځينه او پنځه ماشومان شامل وو، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې وژل شوي وو، چې تر ټولو کوچنۍ يې دوه کلنه ماشومه وه.

قاضي په نننۍ ډاګيزه محکمه کې ويلي "دغه کس وړاندې په خپل جرم اعتراف کړی و او د ده د جرم په اړه هم اسناد لري چې له کبله يې محکمې دغه پرېکړه کړې ده."

خو تورن کس پر ځان لګیدلی تور رد کړ او ويلي يې دي چې اعتراف یې د شکنجې په پایله کې کړی و.

چارواکي وايي وژل شوی کس يو سوداګر و.

د افغانستان د قانون له مخې دا وروستۍ پرېکړه نه ده، او د اعدام پر سزا محکوم شوی کس د استيناف حق لري.

ورته مطالب