غني د افغانستان هوایي ځواک سره د استرالیا مرسته وغوښته

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلي غني د افغانستان له هوایي ځواک سره د استرالیا مرسته غوښتنه.

د افغانستان ولسمشر کابل ته د استرالیا لومړي وزیر د سفر پرمهال له هغه غوښتي هېواد یې د افغانستان له هوایي ځواکونو سره مرسته وکړي.

مالکم ترنبول پرون مازدیګر (مرغومي ۲۷مه) کابل ته راغی او له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره یې وکتل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وېبپاڼه کې لیکل شوي چې ښاغلي غني له ترنبول سره په کتنه کې له هغه وغوښتل د تخنیکي وسایلو د څارنې او ساتنې په برخه کې استرالیا د افغانستان له هوایي ځواک سره مرسته وکړي.

د استرالیا لومړي وزیر ویلي، دا غوښتنه به وارزوي.

په دې کتنه کې د ښاغلي غني بله غوښتنه افغانستان سره د اوبو مدیریت په برخه کې تخنیکي مرسته او همداراز په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د استرالیا پانګونه وه.

ښاغلي ترنبول ویلي، افغانستان کې د خپل هېواد سرتېرو شمېر ۲۷۰ کسانو ته زیاتوي، ترڅو د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کابل د امنیت په ساتنه کې مرسته وکړی.

د انځور حقوق CE Office
Image caption ښاغلي ترنبول د افغانستان حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم وکتل

استرالیا اوسمهال په افغانستان کې ۲۲۹ سرتېري لري چې د امریکایي جنرال جان کمبل په مشرۍ د "پرېکنده ملاتړ ماموریت" په چوکاټ کې فعالیت کوي.

افغانستان کې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تېرو ۱۴ کلونو کې ۴۱ استرالیایي سرتېري وژل شوي.

همداراز د اجراییه رییس دفتر ویلي، ښاغلي مالکم ترنبول له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې پر بېلابېلو اقتصادي او پوځي مسایلو، ظرفیت جوړونې او د قانون حاکمیت په برخو کې خبرې کړې دي.

ورته مطالب