فاریاب کې یوه سړي د خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې

د انځور حقوق Social Media

د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې سیمه ییزو چارواکو منلې چې یوه تن د خپلې مېرمنې پوزه په چاکو پرې کړې ده او خپله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تښتېدلی دی.

د فاریاب د روغتیا ریس بي بي سي ته وویل د دغې مېرمنې پوزه په بشپړ ډول پرې شوې او پلاستیکي جراحۍ ته اړتیا لري.

خوشحال تایب له کابله په خپل رپوټ کې کاږي چې پېښه پرون یکشنبې په مازدیګر د غورماچ ولسوالۍ په شرشر کلي کې د کورنۍ شخړې پر سر رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند مسعود یعقوبي وايي پولیس د دغه سړي د نیولو په لټه کې دي.

د فاریاب ولایت د روغتیا ریاست سرپرست معروف ثمر بي بي سي ته وویل د ریزه ګل په نوم یوه مېرمن نن د خپلو دوستانو له خوا روغتون ته راوړل شوې ده.

"په معاینې کې معلومه شوه چې د دغې مېرمنې پوزه د هغې د مېړه لخوا په بشپړ ډول پرې شوې ده، د ناروغ حالت ښه دی، خبرې کولی شي، خو د اساسي درملنې لپاره یې باید د پلاستیک جراحي وشي."

د زیانمنې شوې مېرمنې مور چې له خپلې لور سره په روغتون کې ده، بي بي سی ته وویل، د لور درملنه یې په فاریاب ولایت کې شونې نه ده او اړتیا ده چې کابل ته ولېږدول شي.

"دا کار چې زما له لور سره شوی په اسلام کې چا نه دی کړی. د کلي سپین ږیري او مشران ټول خبر دي چې زما د لور پوزه یې په ناحقه پرې کړې او جبر یې ورسره کړی دی."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومتي بنسټونو غوښتي چې د برید کوونکي د موندلو او عدالت ته د هغه د ورکشولو لپاره باید ګامونه اوچت کړي.

د دغه کمیسیون په وینا، دغه مېرمن چې پوزه یې د مېړه له خوا پرې شوې وړاندې تر دې یې هم د خپل مېړه تاوتریخجن چلند زغملی وو.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په افغانستان کې له سترو ټولنیزو ستونزو بلل کیږي. او د شننونکو په باور په دې برخه کې د تېرو شاخوا پنځلسو کلونو هڅو کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.