د افغانستان پارلمان د ۱۳۹۵ مالي کال بودیجه تصویب کړه

د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ۱‍۳۹۵ لمریز کال بودیجه تصویب کړه.

د بودیجې طرحه دوه میاشتې وړاندې د مشرانو جرګې لخوا تایید شوې وه، خو شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ولسي جرګې لخوا رد شوه.

د ولسي جرګې غړو لخوا د بودیجې د ردېدو عمده لاملونه د بودیجې ناانډولي او ناعادلانه والی بللی وو او په دې طرحه کې یې د بدلون غوښتنه کړې وه.

له بدلونونو وروسته نن (مرغومي ۲۸مه) د ولسي جرګې عمومي غونډه کې پر بودیجې بحث وشو او د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل، د ۱۳۹۵ مالي کال لپاره ۴۴۴،۶ میلیارده افغانۍ (۶،۶ میلیارد ډالرو سره برابره ده) په پام کې نیول شوې دي. له دې ۲۷۶ میلیارده افغانۍ (۴،۱ میلیارده ډالر) عادي او ۱۶۸ میلیارده افغانۍ (۲،۵ میلیارده ډالر) پراختیایي برخې ته ځانګړې شوې دي.

د پارلمان په نننۍ غونډه کې ۱۴۶ وکیلانو شتون درلود او طرحه د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د انځور حقوق wolesi

د ولسي جرګې د مالي کمیسیون یوه غړي صدیق احمد عثماني وویل، د بودیجې په پخوانۍ طرحه کې د بدلون راوستو لپاره د ولسي جرګې د غړو او مالیې وزارت د چارواکو ترمنځ څو ناستې وشوې.

خو د هغه په خبره، په مالي بودیجه کې د افغانستان حکومت اختیاري بودیجه ډېره کمه وه او په پخوانۍ طرحه کې د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو او کلیوالو لارو جوړولو په کچه بدلون راغلی دی.

هغه وویل: "په بودیجه کې د لویو لارو او اوبو لویو بندونو شاملولو لپاره مو وړاندیزونه لرل، خو دا چې مالي امکانات محدود دی او تر دې زیات د بودیجې په سند کې د بدلون امکان نه وو، نو د بحث او چنې وهلو ځای پاتې نه دی."

وړاندې د مالیې وزارت ویلي وو، وړاندوینه شوې چې ۴،۹ میلیارده ډالر ملي بودیجه له نړیوالو مرستو برابر شي. د افغانستان حکومت د بودیجې ددې برخې په لګولو کې د مرسته کوونکو د غوښتنو تابع دی.

د ۱۳۹۵ کال په بودیجه کې د تېرو کلونو په څېر ډېره برخه امنیتي سکتور ته ځانګړې شوې ده. زیربنا، پوهنه، کرنه او کلیوالي پراختیا ددې بودیجې نورې لویې برخې دي.

د تېر ۱۳۹۴ مالي کال بودیجه ۴۳۶ میلیارده افغانۍ (۷،۶ میلیارده ډالر) وې چې ۲۸۳ میلیونه یې عادي او ۱۵۵ یې پراختیایي برخې ته ځانګړې شوې وې.