د سولې ۴ اړخیزې ناستې درشل کې پر کابل ښار توغندی ولګېد

د انځور حقوق

کابل کې د سولې څلور اړخیزې ناستې جوړېدو په درشل کې پر دې ښار د یوه توغندي لګېدو له امله لږ ترلږه یو کس ټپی شوی دی.

دا توغندی تېره شپه (مرغومي ۲۷مه) په سیمه ییز وخت شاوخوا ۹ بجې د شش درک په سیمه کې ولګېد، چېرته چې یو شمېر مهم پوځي او ملکي دولتي او دېپلوماتیک بنسټونه موقعیت لري.

د کابل پولیسو جنایي څېړنو رییس فریدون عبیدي بي بي سي ته وویل، توغندی پر سړک پرېوتی او هېڅ یوه ودانۍ سره نه دی لګېدلی.

ښاغلي عبیدی زیاته کړه، په دغه پېښه کې یواځې یوه ملکی وګړی ټپي شوی دي.

د پولیسو دغه چارواکي وویل، توغندی د کابل له جنوب څخه توغول شوی وو او ټاکل شوې وه یو بل هم وتوغول شي چې د پولیسو مامورین یې په موندلو او خنثي کولو بریالي شول.

هغه وویل، د توغندي توغولو عاملان تر یوه بریده پېژندل شوي، خو هغه یې د نومونو په ډاګه کول مخکې له وخته وګڼل.

د انځور حقوق AP

دا توغندی په داسې حال کې پر کابل ښار توغول کېږي چې ټاکل شوې نن (مرغومي ۲۸مه) د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزه ناسته په کابل کې جوړه شي.

ددې بهیر لومړۍ ناسته د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په کچه په اسلام اباد کې ترسره شوه او ټاکل شوې چې په دې خبرو کې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره "تګ لاره" ولټول شي.

د طالبانو، حزب اسلامي او حقاني شبکې په څېر د افغانستان دولت مخالفې وسله والې ډلې په دې خبرو کې ګډون نه لري، خو ویل کېږي چې که دا خبرې بریالۍ پایلې ولري، نو د افغانستان دولت او دغو ډلو ترمنځ د مستقیمو خبرو لاره به هواره کړی.

ورته مطالب