افغانستان کې نوې څېړنه: د نافرمانو ښځو ډبول "توجیه لري"

د افغانستان د څيړنې او اورزونې واحد یوه تازه څیړنه ښيي په افغانستان کې ډیری وګړي په دې باور دي هغه میرمنې چې د نارینه وو له خبرو سرغړونه کوي، وهل ټکول یې د توجیه وړ دي.

ددې ادارې څېړونکی سید مهدي موسوي وایي، له دې څيړنې د هغوی اصلي هدف دا وو چې افغانستان کې نارینه والی څه تعریف لري او دا څنګه د جنسي نابرابرۍ لامل کېږي.

هغه وویل، دا څیړنه د یوه کال په موده کې د افغانستان په څلورو ولایتونو ننګرهار، تخار، کابل او بامیانو کې شوې. په دې څیړنه کې د ۲۰۰ میرمنو په ګډون له ۴۰۰ کسانو سره خبرې شوې دي.

ښاغلي موسوي وویل، د مرکه شویو کسانو له نیمایي ډېرو (نږدې ۶۰٪) ویلي چې د ښځو وهل ټکول د منلو دي.

موسوي وایي، که څه هم په دې څيړنه کې مرکه شویو کسانو د ښځو و هل ټکول ناسم کار بللو، خو په دې باور وو "کومې ښځې چې نارینه وو د پریکړو پر وړاندې مقاومت او نافرماني کوي، بیا یې وهل سم کار دی."

د انځور حقوق fb

په دې ارزونه کې له دې نظر سره ډېر همغږي نږدې ۸۰ سلنه د ننګرهار اوسېدونکي او کم همغږي نږدې ۵۰٪ د بامیان اوسېدونکي وو.

موسوي وايي په افغانستان کې د پریکړو واک تر ډېره له نارینه وو سره وي او همدا کار ډیر کله له ښځو سره د تاوتریخوالی لامل ګرځي.

موسوي وویل، د خلکو ټولیز تعریف دا وو چې نارینه د کورنۍ نفقه برابروونکی او ښځه د کور سمبالوونکې. د هغه په خبره د افغانستان د ډېرو وګړو باور دا دی چې نارینه په کور دننه یا بهر، له ښځو پورته دي.

د افغانستان د څيړنې او اورزونې واحد له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه ستونزې د حل لپاره دې د عام پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې تل پکې ښځو سره د تاوتریخوالي شمېرې لوړې وې. تر ټولو وروستۍ پېښه یې د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې وه چې یوه سړي د خپلې ښځې پوزه پرې کړه.

د انځور حقوق Social Media