ولسمشر غني: د بیان پر آزادي هيڅ معامله نه شي کېدى

د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې د بیان ازادي د معاملې نه ده، باید په بنسټیز ډول احترام او عملي شي.

د چهارشنبې په ورځ (مرغومي ۳۰مه) یوه ځانمرګي بریدکوونکي په کابل کې د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو بس موټر په نښه کړ چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او لږ ترلږه ۲۵ نور ټپیان شول.

طالبانو ددې برید مسوولیت پرغاړه واخست. څو ساعته وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې په خپرولو سره دا برید وغنده.

کابل کې پر رسنیزو کارکوونکو تر برید دوه وروسته نن جمعه (سلواغې ۲مه) د افغانستان ولسمشر په همدې اړه یو ځانګړی ویډیویي پیغام خپور کړی دی.

ولسمشر اشرف غني په خپل پیغم کې د افغانستان خلکو ته ویلي، د بیان آزادي زموږ په "ملي وثیقه" کې لیکل شوې ده.

ښاغلي غني همداراز ویلي، د چهارشنبې برید، "یواځې زموږ پر خبریالانو برید نه وو، بلکه زموږ پر اساسي قانون او زموږ پر لوړو ارزښتونو برید و."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مرغومي ۳۰مه یوه طالب ځانمرګي بریدکوونکي په کابل کې د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو بس موټر په نښه کړ.

ولسمشر زیاته کړې چې دی او دولت یې د بیان ازادۍ ساتنې ته ژمن دی.

ښاغلي غني ویلي، د افغانستان دولت د موبي رسنیزې ډلې وژل شوی کارکوونکي "د افغانستان د امنیتي سرتېرو په څېر د ازادۍ لارې شهیدان" بولي.

ښاغلي غني ویلي، د افغانستان دولت ژمن دی په خپلو شته امکاناتو د فربانیانو د کورنیو لاسنیوی وکړي او اولادونو ته یې راتلونکې برابره کړي.

ولسمشر د افغانستان له خلکو وغوښتل سره همغږې شي او هغه کسان څنډې ته کړي چې سوله نه مني.

غبرګونونه

د تېرې چهار شنبې برید، په کور دننه او بهر جدي غبرګونونه راوپارول.

د ملګرو ملتونو امنیت دغه "ترهګریز برید" غندلی او د عاملانو، طراحانو او مالي ملاتړ کوونکو د عدلي تعقیب غوښتنه یي کړې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې له مخالفو وسله والو ډلو وغوښتل په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کول ودروي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وویل، ددې هېواد رسنۍ به د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو برید ځواب ورکړياو له دې "ترهګرې ډلې" سره به د رسنیو اړیکو کې د پام وړ بدلون راشي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون له یو شمېر رسنو، رسنیز بنسټونو او د خبریالانو له ټولنو جوړ دی.