"د قطر غونډې لومړۍ ورځې خبرې ګټورې وې"

د انځور حقوق Pugwash
Image caption دغه کنفرانس د پګواش په نوم یو نړیوال څېړنیز مرکز جوړ کړی دی

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د کړکیچ پر سر ښکېلې غاړې را غونډې شوې دي. دغه کنفرانس د پګواش په نوم یو نړیوال څېړنیز مرکز جوړ کړی دی.

دې بحث ته د افغانستان په کړکېچ کې ټول ښکېل لوري ور بلل شوي دي.

د افغان حکومت او د سولې عالي شورا استازي په رسمي بڼه دغه ناسته کې برخه نه لري.

په دغه غونډه کې د طالبانو استازي وايي دا ډول ناستې د سولې خبرو لپاره ګټورې دي.

دوحه کې د افغانستان پر ستونزو د بحث ګډونوال وايي چې په لومړي ورځ خبرې ګټورې وې او د بحث فضا ارامه وه.

دې دوه ورځنۍ ناستې ته د حامد کرزي د واکمني د مهال ځینې پخواني چارواکي، مدني فعالان، د طالبانو استازي، د ملي شورا یو شمېر غړي او ځینې سیاستوال ورغلي دي.

دا ناسته په داسې مهال روانه ده چې همدا تېره اوونۍ په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیا پیل او میکانیزم لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ څلور اړخیزه غونډه پای ته ورسېده او ټاکل شوې راتلونکې غونډه يې په اسلام اباد کې جوړه شي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند چې د دغې غونډې ګډونوال دی، بي بي سي ته وویل چې تیره ورځ خبرې تر ډېره د سولې پر شرایطو ورټولې وې خو وايی نن به د سولې د ټنګښت پر میکانیزم خبرې کېږي.

د انځور حقوق
Image caption طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري

نوموړی وايي د کنفرانس ټولو اړخونو د سولې پر ټينګښت ټینګار کاوه او د هر لوري خبرې خورا سپینې وې.

په دغه ناسته کې د طالبانو د استازو مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند داکټر نعیم چې د دغې ناستې یو برخوال دی، بي بي سي ته دغه ډول ناستې هیله بښوونکي وبللې، خو د سولې لپاره یې شرایط هم لرل.

نوموړی وايي، "ځینې مقدماتي ټکي مو ياد کړل لکه، د سولې خبرو لپاره دفتر بايد پرانيستل شي، تور لست دې ختم شي، بنديان بايد ازاد شي او سولې پر ضد چې کوم تبليغات کېږي د دې مخنيوی دې وشي."

د افغانستان حکومت د سولې خبرو لپاره خپلې سرې کرښې له وړاندې روښانه کړې دي. حکومت وايي د تېرې لسیزې پر لاسته راوړنو، د ښځو پر حقونو او د اساسي قانون پر ځینو مواردو معامله نه کوي.

که څه هم د سولې شورا د دوحې په دغه ناسته کې برخه نه لري خو سولې سرپرست مشر عبدالحکیم مجاهد دغه ډول غونډې ګټورې ګڼي.

دغه کنفرانس د پګواش په نوم یوې څیړنیزې موسسې جوړ کړی دی. دغه بنسټ نړیوال کاناډايي مرکز دی چې د افغانستان ترڅنګ یې په نړۍ کې د کړکېچونو د حل لپاره څېړنې کړې دي. دغه بنسټ چې د سولې نوبل جايزه یې ګټلې، پخوا يې هم د افغانستان په اړه ورته ناستې جوړې کړې وې.

د انځور حقوق The Australian
Image caption د سولې شورا سرپرست مشر عبدالحکیم مجاهد دغه ډول غونډې ګټورې ګڼي.

ورته مطالب