د رادیو تلویزیونونو اتحادیې د ځانګړې امنیتي قطعې غوښتنه کړې

د انځور حقوق Tolonews
Image caption د طالبانو لخوا د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو برېد، ډېرو رسنیو د ځان لپاره له ګواښه ډک خبر ګڼلی

د افغانستان راډیو- ټلویزیونونو اتحادیې له افغان حکومته د رسنیو د امنیت ساتلو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې، چې ان پکې د یوې نظامي ځانګړې قطعې جوړولو وړاندیز هم شامل دی.

دغې ټولنې د موبي ګروپ پر کارکوونکو د تېرې چهارشنبې برېد پر ټولو رسنیو برېد وباله.

احمدشاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د طالبانو لخوا د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو برېد، ډېرو رسنیو د ځان لپاره له ګواښه ډک خبر ګڼلی.

د افغانستان د یو شمېر خصوصي راډیو- ټلویزیونونو اتحاديې نن ( ۲۵ جنوري ) په یوه خبري غوڼده کې د رسنیو د امنیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

دغې ټولنې له ټولو رسنیو وغوښتل چې رسنیو ته د متوجه هر ګواښ پر وړاندی ګډ دریځ غوره کړي.

دغي ټولني افغان حکومت د رسنیو د امنیت ساتلو په برخه کې په ناغیړۍ تورن کړ او له ولسمشره یې وغوښتل چې د رسنیو د ملاتړ لپاره د اعلامیو پر ځاي عملی ګامونه پورته کړي.

د دغې ټولنې یوه غړي عبدالمجید مقري له حکومته وغوښتل چې د رسنیو د امنیت خوندیتوب په خاطر د رسنیو او دولت ترمنځ یوه ګډه امنیتي کمېټه جوړه کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر صدیق الله توحیدي بیا وویل، د دولت او رسنیو تر منځ د یوې ګډې کمېټې جوړلو ته اړتیا شته، خو وايي د یوې ځانکړې نظامي قطعی جوړول له امکانه لرې خبره ده.

د افغانستان راډیو - ټلویزیونونو اتحادیې له نړیوالي ټولنې هم وغوښتل چې د رسنیو کارکوونکو له حقونو ملاتړ وکړي.