"افغانستان د اداري فساد په لړ کې دريم ځاى خپل کړ"

د انځور حقوق f

د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل کالني راپور کې ويلي دي چې افغانستان کې د شفافيت کچه د تېر کال په پرتله نوره هم خرابه شوې ده. تېر کال افغانستان په دې نوملړ کې څلورم و.

دا اداره هر کال د اداري فساد په لړ کې د نړۍ بېلابېلو هېوادو په اړه راپور وړاندې کوي. په خپل وروستي راپور کې دا اداره وايي "په افغانستان کې فساد ځکه ډېر شوی چې حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري"

د روڼتیا نړيوال سازمان د راپور ترمخه افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ په کچه د اداري فساد له پلوه دریم فاسد هېواد پېژندل شوی، خو په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ څلورم هېواد و چې اداري فساد په کې ډېر و.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د دې نړيوال سازمان د راپور خپرېدو سره هم مهاله ويلي چې "د ملي یوالي حکومت نه دی توانېدلی چې د فساد په کمولو کي کومه لاسته راوړنه ولري".

دې بنسټ د اندېښنې په ښوولو سره ادعا وکړه چې افغان حکومت، د راتلونکي لپاره له فساد سره د مبارزي په برخه کی نه کوم پلان لري او "نه هم سیاسي اراده".

د دې ادارې اجراییوي مشر، سید اکرام افضلي کابل کې يوې خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کي د وزګارتیا او ناامنیو د ډېرېدو تر ټولو لوی لامل هم اداري فساد دی.

دى وايي "له بدمرغه د افغانستان حکومت غښتلې سياسي اراده نه لري، ځکه هغه کارونه چې باید ترسره شوي وای تراوسه نه دي شوي، لکه د يوې شريکې ستراتيژۍ درلودل، د يوې قوي، غير سیاسي، مستقلې ادارې درلودل چې د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي".

د افغانستان د روڼتیا بنسټ همدارنګه وویل چې ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کي به افغانستان له دغه کتاره را وباسی، خو د ده په وينا فساد تر پخوا لا ډېر شوى دى.

د روڼتيا د نړيوال سازمان راپور ته په غبرگون کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند، جاوید فیصل، بی بی سي ته وویل چې د دغه راپور کره والي او صحت باید وارزول شي، خو ده تاکيد وکړ چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

ښاغلي فيصل وويل " لومړی بايد وکتل شي چې دغه راپور څومره کره دی، په ځانګړې توګه د افغانستان په برخه کې د هغوی معلومات څومره صحت لري او په دې اړه بايد پلټنه وشي.

دوهم دا چې د افغان حکومت مشران د فساد پر ضد خپلو ژمنو باندې ولاړ دي، په دې برخه کې تېر کال کار هم شوی دی، خو د فساد له منځه وړل يوه پروسه ده او وخت ته اړتيا لري".

د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې پر وړاندې ځينې خنډونه پراته دي. له دې ډلې یو هم د دوی په وینا بې واکه موازې ادارې او د فساد پرضد د مبارزې د ځانګړي قانون نشتوالی دی.

دغه راپور ښيي چې افغانستان له سلو نمرو د ۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ۱۶۸ هېوادونو په کتار کی ۱۶۶ ځای لري.

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي هغه هېوادونه چې د فساد سره د مبارزې په برخه کي يي پرمختګ کړي، ډېری يي لکه د افغانستان په څېر د راپور په ټکو ناکام هېوادونه وو‎، خو افغانستان د پرمختګ پر ځای نور هم پر شاتګ کړی دي.

د دې راپور تر مخه سوماليا او شمالي کوريا د اداري فساد له پلوه اول او دويم ځاى لري. راپور کې راغلي چې پاکستان هم يو له هغه هېوادو دى چې اداري فساد په کې ډېر دى خو تېر کال په کې د اداري فساد د کمېدو په برخه کې يو څه پرمختگ شوى دى.

ورته مطالب