م م: ۲۰۱۵ کال افغانستان کې ماین پاکانو لپاره تر ټولو خونړی و

د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د ماین پاکانو لپاره تر ټولو خونړی کال و ملګري ملتونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو څانګه وايي ۲۰۱۵ کال په دغه هېواد کې د ماین پاکونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

ددغې ادارې د مسولینو په وینا د ماین پاکونکو قصدي وژنو او یرغمل کولو د هغوی پر چارو منفي اغېزې کړې دي.

پر ماین پاکوونکو په ورستۍ پېښه کې چې په هلمند ولایت کې رامنځته شوه څلور ماین پاکونکي د نامعلومو وسله والو له خوا پکې ووژل شول.

خو تر اوسه کومې ډلې یا کس پر ماین پاکوونکو د بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

له کابله خوشحال تایب په خپل راپور کې کاږي، چې افغانستان کې د ماین پاکونې د همغږۍ ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۱۵ کال کې په ۳۵ امنیتي پېښو کې اته تنه ماین پاکونکي وژل شوي او ۳۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا زیاتره دغه کسان د دوی پر ضد د اېښودل شویو ماینونو قرباني شوي دي.

وروستیو پېښو د دغه سازمان سختې اندېښنې هم را پارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکونې مرکز مشر صدیق راشد بي بي سي ته وویل په ۲۰۱۵ کال کې لسګونه ماین پاکوونکي د بېلابېلو خواوو او نامعلومو کسانو له خوا یرغمل شوي هم وو.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ماینونو له کبله یې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه لوړه ده.

د ښاغلي راشد په وینا په افغانستان کې ۸۰ سلنه سیمې له ماینونو پاکې شوې وې او په میاشت کې د تلفاتو شمېر هم ۳۲ تنو ته را ټيټ شوی وو، خو اوس دغه شمېر تر ۱۰۰ اوښتي او ګڼې سیمې بېرته په ماینونو پوښل شوې دي.

د ده په وینا د جګړې سختېدلو د ماین پاکۍ چارې له ننګونو سره مخ کړې دي:

د افغانستان په ۴۰۰۰ سیمو کې ۱۶۰۰ کلي په ماینونو ککړ دي، چې د زرګونو تنو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د شمېرو له مخې د افغانستان په ۲۵۲ ولسوالیو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو بېلابېلو اډو کې د چاودېدونکي توکو پر ځای پاتې کېدو له امله هم ولسي وګړو خطرونه پېښوي.