د واورو له امله د سالنګ لار تړل شوې

د افغانستان شمالي ولايت پروان چارواکي وايي، د سختو واورو اورېدو له امله د سالنګ لار د مساپرو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګ سيمې د ساتنې مسول جنرال رجب بي بي سي ته ويلي، اوس مهال جنوبي سالنګ کې يو متر واوره پرته ده.

د ښاغلي رجب په وينا واوره او توپان اوس هم دوام لري، د نوموړي پر وينا کله چې د واورې اورښت کم شي، د لارې د بېرته پرانيستلو کار به پيل کړي او دغه لار به د ترافيکو پر مخ پرانيزي.

ويل کېږي په دغه لار هره ورځ په زرګونو موټر تګ راتګ کوي او په افغانستان کې يوه له مهمو لارو ګڼل کېږي.

څو کاله وړاندې د سالنګ په جنوبي برخه کې د سخت وارورين توپان او واورې ښوېدو له امله ۱۹۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان شوي وو.

د سالنګ تونل ۲ اعشاريه اووه کيلومتره اوږدوالی لري او د هندوکش غرونو په لړۍ کې له بحر څخه ۳۹۵۰ متره جګوالی لري او دغه لار د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.

ورته مطالب