خوست کې سر له سبا د ناقانونه موټرو پر تګ راتګ بندیز لګېږي

د خوست ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، سر له سبا (سلوغې ۹مه) د بې پلېټه موټرونو تګ راتګ په دغه ولایت کې بندیږي. دا پرېکړه وروسته له هغې کیږي چې خوست کې بې اسناده یا د پاکستان لاس موټرونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

خوست کې د بې پلېټه موټرو ګڼه ګوڼه ډیره ده، خو سیمه ییزې ادارې یې کره شمېره نه لري.

چارواکي وایي، د دغو موټرو ډیری یې په ناقانونه توګه په ټیټه بیه له ګاونډیو هیوادونو راوړل شوي او لا هم دوام لري.

خوست کې د موټرو یو پلورونکی محمد عثمان وایي، دغه موټر د پرزو په ډول په ګمرک کې محصول کېږي او وروسته له هغې د روغ موټر په بڼه په بازار کې خرڅېږي.

" دا له دوبۍ، جاپان او کوریا څخه د پرزې په شکل د نیمروز او د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې د کندهار وېش ته راځي. ګمرک کوي. روغ موټر په کانټینر کې وي او کانټینر تړلی له پولې راټېروي."

د انځور حقوق d

خوست ته ډېری بې پلېټه موټر له سرحدي ولایتونو کندهار، هرات، نیمروز او نورو راځي. دا چې دا موټر څنګه تر دې ځایه رسېږي، محمد عثمان وايي، د دغو موټرو راوړونکي پر لاره شته وو پلټنځایونو ته پیسې ور کوي:

"روپۍ غواړي. د هرې پوستې د پیسو اندازه معلومه ده. کلات، غزني او ګردېز کې د پوستو عسکر تقریبا ۷۰۰۰-۸۰۰۰ روپۍ اخلي."

د افغانستان دولت نویو بې اسنادو موټرو ته پنځه کلن پلېټونه ور کړل، خو هغه موټرو ته چې د پرزو په نامه راوړل کېږي، پلېټونه نه ور کوي.

د خوست ځايي چارواکو ویلي، د بې اسنادو موټرو د تګ راتګ مخه به ونیسي. د دغه ولایت والي حکم حبیبي بي بي سي ته وویل، له روانې میاشتې به په خوست کې د بې اسنادو موټرو د نه تګ راتګ مقرره عملي کړي.

"هغه مصوبه چې په ۱۳۹۰ کال کې صادره شوې وه، د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ اوسنۍ کابینې همغه فرمان په ټینګه تایید کړی دی. دا باید په لس فیصده قیمت محصول شي او موټر کباړ شي، هغې ته نور د ګشت و ګذار اجازه نشته. دا د مصوبې هدایت دی."

خو د ځايي چارواکو یاد اعلان د خوستوالو نیوکې او اندېښنې ډېرې کړې دي. د خوست یو اوسېدونکی ګل شاه وايي، د بې پلېټه موټرو د تګ راتګ مخنیوی به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې زیاتې کړي او بېرته پرزه کولو کې یې هم خلکو ته میلیونونه تاوان دی.

"لږ ترلږه په خوست کې ۳۰ زره کانټینري موټر موجود دي. او که دا هر موټر په اوسط ډول ۴۰۰۰ ډالر قیمت ولري، نو موږ په پرزه کولو سره د هر موټر پر ۳۰۰۰ ډالر زیان وکړو، نو موږ خوستیان به د ۹۰ میلیونه امریکایي ډالرو تاوان سره مخامخ شو."

دی وایي، که حکومت دې موټرو ته قانوني اسنادو ورکړي، هم به دولت ته به هم ستر عاید په لاس ورشي او هم به دده په خبره، په بندښت سره به یې د خوست خلک له ترانسپورتي ستونزو سره مخ نه شي.

که څه هم خوست کې ټرانسپورټي ستونزې شته، خو دولتي چارواکي به په دغه ولایت کې د بې پلېټه موټرو پر تګ را تګ بندیز ولګوي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه هم ور کړل شوي چې له بې پلېټه موټرو په ځانمرګو بریدونو، انسان تښتونو او وسله والو غلاوو کې کار اخیستل شوی دی.

ورته مطالب