افغان حکومت: د جګړې زياتوالی د طالبانو د واک پراخېدل نه ښيي

Image caption سیګار په خپل نوي راپور کي ویلي وو، چې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره د افغان حکومت تر ولکې لاندي ده او پاتې د طالبانو تر کنټرول او يا اغېز لاندې ده

افغان حکومت، د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څار دفتر (سیګار) نوی راپور رد کړی، چې ویلي يې دي، اوس مهال "طالبان د افغانستان پر نژدې ۳۰ سلنه خاورې ولکه يا اغېز لري".

په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي جان سوپکو کانګريس ته په خپل راپور کې ويلي وو چې د افغانستان امنیتي حالت مخ په خرابېدو دی او د طالبانو د حکومت د ړنګېدو راهيسې دغه ډله اوس مهال تر بل هر وخت ډېرې سيمې په کنټرول کې لري.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي له بي بي سي سره په خبرو کې د روان کال د جګړې سختوالی بېساری بللی، خو زیاتوي د وسله والو مخالفینو جګړې تر بريد وروسته د تېښتې بڼه درلوده.

د هاشمي په وینا، "دا په دې معني نه ده چې طالبان پر ډېرو سیمو کنټرول لري".

ښاغلی هاشمي وايي، "سږ کال د جګړې سختوالی بېساری و، د دښمن هڅه وه چې په افغانستان کې دوې سياسي جغرافيې جوړې کړي. خو دا په دې معنی نه ده چې دوی توانېدلي د افغانستان ډېره مځکه تر ولکې لاندې را ولي. د جګړې په سيمو کې و، خو افغان ځواکونه په دې توانېدلي چې ژر تر ژره يې له ساحې و باسي."

سیګار په خپل نوي راپور کي ویلي وو، چې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره د افغان حکومت تر ولکې لاندي ده او پاتې د طالبانو تر کنټرول او يا اغېز لاندې ده.

په يادې شوي راپور کې راغلي وو چې د امنیت نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری امریکایان او ان افغان چارواکي نشي کولای د افغانستان نا امنه سیمو ته د هغو پروژو د ارزونې لپاره سفر وکړې چي د دوی له خوا تمویلېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو يو پخواني وزير علي احمد جلالي د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څار دفتر (سيګار) راپور د "کلماتو ناسم انتخاب" بولي.

ورته مطالب