جنرال کمبل: که سوله ونه شي، روان کال به خونړی وي

د انځور حقوق Getty
Image caption د ناټو ځواکونو دغه قومندان وویل، که چېرې افغان او پاکستاني چارواکي د سولې لپاره ژر لاس په کار نه شي، شاید روان ۲۰۱۶ کال هم د تودوخې په رانژدې کېدو سره د تېر ۲۰۱۵ کال په څېر خونړی وي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، که چېرې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د سولې لپاره پاموړ هلې ځلې ونه شي، روان کال به هم د تېر په څېر خونړی کال وي.

جنرال جان کمبل له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان مشرتابه بیړه لري، چې په دې موده کې یوڅه وکړي.

تېر کال د افغان ځواکونو لپاره تر بل هر وخت د مرګ ژوبلې له اړه خونړی و.

کله چې له جنرال کمبل وپوښتل شول، چې آیا اوس امریکا طالبانو ته په کوم نظر ګوري، نوموړي وویل، "غواړم د هغې ویناپاڼې یوڅو ټکي درته ووایم، چې د دفاع وزارت د یوه چارواکي له خوا خپره شوې ده:

طالبان د افغانستان د پراختیا لپاره هېڅ پروګرام نه لري. دوی راغلي چې تاسو ووژني. دوی د ښځو ضد دي. دوی له لیک لوست سره مخالف دي. د خپرنیو له ازادۍ سره مخالف دي. دوی د افغان ولس له پرمختګ سره مخالف دي. دا ډول خلکو ته څه نوم ورکولی شئ؟".

د ناټو ځواکونو دغه قومندان وویل، که چېرې افغان او پاکستاني چارواکي د سولې لپاره ژر لاس په کار نه شي، شاید روان ۲۰۱۶ کال هم د تودوخې په رانژدې کېدو سره د تېر ۲۰۱۵ کال په څېر خونړی وي.

وړاندې، په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې د چارو څارونکي جان سوپکو د امریکا کانګرس ته پخپل راپور کې ویلي وو، چې "په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي، جان سوپکو، کانګرس ته په خپل راپور کې ويلي دي چې " د افغانستان امنيتي حالت مخ په خرابېدو دی او راتلونکې هم روښانه نه ده."

د سیګار په راپور کې دا هم راغلي وو، د افغانستان پر ۷۰ سلنې خاورې حکومت واکمن دی چې په وینا یې "طالبان نژدې ٣٠ سلنه خاورې باندې اغېز يا ولکه لري".

سوپکو دا هم ویلي، چې طالبان ٢٠٠١ کال کې له واکه تر لیرې کېدو وروسته اوس مهال له بل هر وخت نه زياتې سيمې تر کنټرول لاندې لري.

وړاندې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان پر کړکېچ د بحث لپاره د پګواش په نوم د یوه نړیوال څېړنیز مرکز په هڅو دوه ورځنۍ غونډه وشوه، چې د افغانستان په کړکېچ کې ټول ښکېل لوري ور بلل شوي وو.

که څه هم طالبانو خپل استازي دې ناستې ته استولي وو خو د افغانستان حکومت او د سولې شورا وویل رسمي مرکچیانو یې په دې غونډه کې ګډون نه درلود

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ناټو ځواکونو دغه قومندان وویل، که چېرې افغان او پاکستاني چارواکي د سولې لپاره ژر لاس په کار نه شي، شاید روان ۲۰۱۶ کال هم د تودوخې په رانژدې کېدو سره د تېر ۲۰۱۵ کال په څېر خونړی وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي حکومتي استازي ځکه په دې ناسته کې برخه نه لري چې اوسمهال د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ څلوړ اخیزه رسمي ناستې رواني دي او د دوی ټکو په دوحه کې بلې غونډې ته اړتیا نشته.

ټاکل شوې ددې څلور اړخیزې غونډه بله ناسته اسلام اباد کې جوړه شي. لومړۍ ناسته یې هم هلته شوې وه او هدف یې دا دی چې د افغانستان سولې بهیر بیا پیل ته میکانیزم ولټوي.