كابل کې چاودنې لږ ترلږه ١٠ کسان وژلي

كابل کې د عمومي نظم د پوليسو د قوماندانۍ په مخ کې درنه چاودنه، د فرانسې خبري اژانس وايي چاودنه ډيره لويه وه، د کورنېو چارو د وزارت معين، ايوب سالنگى وايي چاودنې کې ١٠ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ژوبل دي.

ددې نه وړاندې د پوليسو يوه وياند ويلي و چاودنه د يوۀ ځان مرگي بريد کوونکي لخوا ترسره شوې. خو د کورنېو چارو وزارت مرستيال وياند بي بي سي ته ويلي دي بم په يو موټر کې ايښودل شوى و.