په ٢٠١٥ کال کې ۲۵۰ زره افغان کډوالو اروپا کې پناه غوښتې

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېر يوه کال کې شاوخوا يو ميليون کسانو د نړۍ له بېلابېلو برخو خپل ځانونه اروپا ته رسولي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند، اسلام الدين جرائت وايي په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۲۵۰ زره افغان کډوالو په ۴۴ اروپايي هېوادونو کې د پناه اخيستو غوښتنليکونه ور کړي دي.

نوموړي نن (۲ فبروري) په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې له دغو کسانو ۱۵۰ زرو يې يوزاې په جرمني کې پناه اخيستو درخواستونه ورکړي دي.

د ښاغلي جرائت په وينا په تېر يوه کال کې شاوخوا يو ميليون کسانو د نړۍ له بېلابېلو برخو خپل ځانونه اروپا ته رسولي دي او ۴ زره يې د ترکیې او يونان تر منځ اوبو کې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی، چې له دغو يې ۲۰ سلنه افغانان وو.

دی وايي بهر ته د افغانانو د تګ مخنوي په برخه افغانستان غواړي لويې اقتصادي پروژې په کار واچوي.

ښاغلی جرائت زياتوي، کډوالي د هغه هېواد لپاره چې خلک ترې وځي او د هغه هېواد لپاره چې کډوال ورځي لويې ستونزې جوړې کړې دي.

دی وايي په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخيستو په برخه کې قوانين سخت شوي دي، افغان دولت له هېڅ کوم هېواد سره تړون نه دی لاسليک کړی چې افغان کډوال دې په زوره له هېواد څخه وشړي کړي.

د کډوالو چارو وزارت وياند وايي افغان دولت هڅه کوي چې کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او په دې اړه افغانانو ته ډاډ ورکوي.

پرون د جرمني د کورنيو چارو وزير ديميريز ويلي و، چې له افغان چارواکو سره داسي يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به یې هغه کډوال چې نه قبلېږي په زوره افغانستان ته لېږي.

د کډوالو چارو وزارت وياند ويلي، د دغه وزارت چارواکو د جرمني د کورنيو چارو له وزير سره کتنه تاييد کړې او د دواړو غاړو پرېکړه دا وه چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل به په خپله خوښه او عزت سره وي.

ده وويل چې د افغان کډوالو دوسيې به د افغانستان او نړيوالو قوانينو له مخې وڅېړل شي، هغه خلک چې د قانون له مخې نشي کولای په جرمني کې پناه واخلي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

د کډوالو چارو وياند وايي ډېر ژر به له جرمني سره د افغان کډوالو په برخه کې يو تړون لاسليک کړي.

ورته مطالب