د سرطان نړيواله ورځ:هرکال ۱۵ زره افغانان ددې ناروغۍ له امله مري

د انځور حقوق SPL

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وایي هر کال شاوخوا ۲۰ زره په سرطان اخته کسان له دوې سره ثبتیږي، چې له ډلې یې له ۱۵ زرو ډېر مري، چې د وژونکو ناروغیو له ډلې ۷ سلنه خلک له سرطان مري.

دلته چې د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې اسانتیاوې په نشت حساب دي، یاد وزرات وایي د سرطان ناروغانو لومړنۍ درملنې لپاره یې له څو میاشتو راپدیخوا په یوه دولتي روغتون کې د درملنې یو مرکز پرانیستی چې ډاکټران یې په رضا کاره ډول کار کوي.

د نومبر ۴مه، چې د سرطان نړیواله ورځ ده زموږ همکاره زمزمه نیازۍ د دغه مرکز لیدو ته ورغلې او دا رپوټ یې چمتو کړی.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي 'کوم کارونه چې تېر کال د روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ د مبارزې لپاره ترسره کړي په ځینو حساب کېدای شي خو ځینو ته باید کار وشي موږ د سرطان درملنې لپاره يو مرکز جوړ کړی لومړنۍ مرستې رسوي خو پراخ به شي بل مو خصوصي سکتور ته ویل هر څوک چې روغتون پرانیزي باید د سرطان د تشخیص یوه څانګه ولري''.

څلوېښت کلن حبیب پنځه میاشتې کیږي په سرطان ناروغۍ اخته شوی، خو روغتیا پالانو د روغتیا ډاډ ورکړی:

د انځور حقوق MoPH
Image caption فیروز الدین فیروز: ''خصوصي سکتور ته مو ویلي هر څوک چې روغتون پرانیزي باید د سرطان د تشخیص یوه څانګه ولري''.

''مخکې پاکستان ته تللی وم هلته یې راته ویل چې زړه کې دې درې دانې دي باید عملیات وکړو چې اویا زره کلدارې لګښت پرې راځي.عملیات مې ونه کړ دلته راغلم اوس درملنې لاندې یم ډاکټران خپله هڅه کوي''.

د لومړۍ مېرمنې ملاتړ

دغو شمېرو ته په کتنې سره افغانستان کې د سرطان د درملنې اسانتیا په نشت حساب ده.

د جمهوریت روغتون ته ولاړم، په دویم پوړ کې څلور خونې د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړې دي په دغه روغتون کې ناروغانو ته یوازې لومړنۍ مرستې ور رسیږي.

یوازې پنځه میاشتې کیږي چې د کابل د جمهوریت په دولتي روغتون کې د سرطان ناروغانو لپاره لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوي. دغه مرکز د رضا کارو ډاکټرانو په مرسته د لومړۍ مېرمنې په ملاتړ جوړ شوی.

خو د رضا کارو ډاکټرانو له دغه مرکزه نه ښکاري چې دا دې د یوې خورا ګواښونکې ناروغۍ پر وړاندې په ټولو وسایلو سمباله روغتیايي څانګه وي، خو ډاکټران ډاډمن دي چې ګواکې د ډېرو سرطان ځپلو لاسنیوی به وکړي.

ډاکټر عزت الله ستانکزی یو له همدغو ډاکټراڼو دی چې وایي ۶۰ سلنه هغه ناروغان چې د وړانګو له لارې یې باید درملنه وشي دوی پرې لاسبري نه دي ''۶۰ سلنه ناروغان مو د وړانګو درملنې ته اړتیا لري خو موږ دا اسانتیا په ټول افغانستان کې نه لرو''.

د روغتیا وزارت وایي د سرطان ناروغانو لپاره به اسانتیاوې ډیروي د دغه وزارت د سرطان برخې د چارو د همغږۍ مشر مهین عبدالله وایي وزارت په پام کې لري یو شمیر ډاکټران د روزنې لپاره بهرنیو هیوادونو ته ولیږي او څو مرکزونه به بیلابیلو ولایتونو کې جوړ کړي.

خو څېړنې ښيي چې سرطان له٤٠ کلونو پورته کسانو کې ډیر لیدل کیږي. په ځانګړې ډول ښځینه وو کې چې د سینې سرطان کچه په کې تر نورو ډیره ده روغتیا پالان سپارښتنه کوي هغوی چې په سرطان نه دي اخته او عمرونه یې له څلویښتو لوړ وي هر کال دې د خپل بدن بشپړ معاینات وکړي.

څېړونکي د نشه يي توکو کارونه، د نیمې خامې غوښې خوړل، ډېر وزن او ورزش نه کول د سرطاني ناروغیو زیږنده ګڼي.

ورته مطالب