بامیان ښار، د نړۍ خلاقو ښارونو غړی، مېله او لاسي صنایع

د نړۍ د خلاقو ښارونو په کتار کې د بامیانو ښار د غړیتوب فسټیوال په دغه ولایت کې ولمانځل شو.

په دغې میلې کې سیمه ییزه موسیقي غږول کېده او ترڅنګ بېلابېل لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

په نړۍ کې هغه ښارونه د خلاقو ښارونو د شبکې غړيتوب ترلاسه کولی شي چې سوچه کلتور او لاسي صنایع ولري.

انځورونه وګورئ

د افغانستان مرکزي ولایت بامیان د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یوازېنی ښار دی چې دغه لقب یې خپل کړی دی.

ملګرو متلونو دا ځانګړتیا بامیانو ته د لاسي صنایعو او سوچه کلتور له برکته ورکړې ده.

د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۴۷ ښارونه د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ټولنې (یونیسکو) له خوا د نړۍ خلاق ښارونه منل شوي دي.

که څه هم د بامیانو لاسي صنایع د نړۍ په ځینو هېوادونو کې مشهور دي خو د دغې سیمې صنعتکاران بیا شکایت کوي چې په کور د ننه یې د تولیداتو بازار پیکه دی.

سهیلا رضايي له خلکو غواړي د دوی په لاس جوړ شوي توکي وپېري:

''زموږ لاسي صنایع چې موږ په کې درې ټولنو برخه درلوده، بامیان یو خلاق ښار معرفي کړ، تیریزه غاړه، د نارینه و د غاړو ګنډل، بکسې، نمتي بوټونه، دسترخواني واسکټونه او نور زموږ مهم توکي دي. موږ دا توکي یوار وار اسلام اباد او دوه ځل هندوستان ته هم وړي دي. د کابل په نندارتونونو کې مو هم برخه اخیستې. له ټولو هیله کوم لاسي توکو ته مخه کړي او د خپل پرمختګ لامل لپاره یې وکاروي.''

په ورته وخت کې د بامیانو والي طاهر زهیر بي بي سي ته وویل د نړۍ په خلاقو ښاروو کې د بامیانو غړیتوب به دې ته نوره لاره هواره کړي چې د افغانستان لاسي صنایع په نوره نړۍ کې لا مشهور شي.

باميان د افغانستان یو له هغو ولايتونو دى چې هسک غرونه او درې يې زړه راښکونکې منظرې او سيل ځايونه لري.

باميان د بودا د دوو سترو مجسمو په لرلو سره د نړيوالو سيلانيانو د پام وړ ځاى هم دی او په ۲۰۱۵ کال د سوېلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو (سارک) سازمان له خوا کلتوري پلازمېنه هم اعلان شوې وه.

ورته مطالب