لوګر کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق f

د افغانستان په ختيځ کې د لوګر ولايت چارواکي وايي، د دې ولايت په پل علم ښار کې بم چاودنه شوې ده.

د ځايي چارواکو په وينا په بايسکل کې د ځاي پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه شوې، چې په ترڅ کې لږ تر لږه يو پوليس وژل شوی او اته کسان چې څلور يې قاضيان دي ټپيان شوي دي.

د لوګر ولايت د والي وينا سليم صالح بي بي سي ته ويلي، چاودنه د يکشنبې ورځې (۷ فبرورۍ) هغه مهال رامنځ ته شو چې کله د استيناف محکمې رييس او د ښاري محکمې مشر له لارې تېرېدل.

د نوموړي په وينا په دغه پېښه کې څلور قاضيان او د دوو ماشومانو په ګډون څلور ولسي وګړي ټپيان شوي دي او د محکمې يو ساتونکی په کې وژل شوی دی.

طالبانو د دغه پېښې پړه پر غاړه اخيستې او ويلي دي چې د بريد هدف د لوګر محکمې قاضيان وو.

طالبانو وړاندې هم په بېلابېلو ولايتو کې پر محکمو او څارنواليو ورته بريدونه کړي دي.

ورته مطالب