امریکا هلمند ته 'سلګونه تازه دمي سرتېري' استوي

د انځور حقوق AP

د امریکا پوځ وايي، په پام کې ده د افغانستان سوېلي هلمند ولایت ته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره سلګونه سرتېري واستوي. د امریکا د پوځ ویاند ویلي، دغه ځواکونه د هلمند د امنیت ساتلو، ملاتړ او په دې ولایت کې قول اردو ته د سلا مشورو لپاره استول کېږي.

د امریکا د پوځ ویاند مایکل لاهورون په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، دغه ځواکونه: ''هلمند ته د دغو ځواکونو استول له وړاندې په پام کې نیول شوي وو چې هلته هم د سلاکارانو ډېره ساتنه وشي او هم د ۲۱۵ قول اردو روزنه، تجهیز او تقویه ډېره شي''.

په وروستیو میاشتو کې هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړۍ جګړې خبرونه ورکړل شوي، چې آن ځینو چارواکو ددغه ولایت د مهمو ولسوالیو د سقوط خبرداری هم ورکړی و.

امریکايي چاراکو وړاندې هلمند ته د استول کېدونکو سرتېرو شمېر ۲۰۰ ښودلی و، خو ښاغلی لاوهورن یې د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره پای ته ورسېد، چې بیا وروسته د ناټو شاوخوا ۱۲ زره سرتژري، چې ډېری یې امریکایان دي، افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او ملاتړ لپاره د ''قاطع ماموریت'' په نامه پاتې شول.

رویټرز خبري آژانس ویلي، په هلمند کې سختې جګړې د امریکا د ځانګړو ځواکونو سلاکاران تر فشار لاندې راوستلي، چې آن په تېرو څو میاشتو کې له دوی څخه یو کس په جګړه کې وژل شوی هم دی.

ورته مطالب